اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) نائب وزیرِاعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا او د پاكستان په قطبي سيمو كښې د طوفاني بارانونو او ناڅاپي سېلابونو دلاسه په شوي ځاني زيان راته سخت خفګان شوے دے ٬ دلته د مرستې هلو ځلو ته دوام وركولو او ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو له خپله د برطانيې دوره منسوخ كوم۔ د خالي په ورځ دخارجه …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د برطانيې دوره منسوخ كړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) نائب وزیرِاعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا او د پاكستان په قطبي سيمو كښې د طوفاني بارانونو او ناڅاپي سېلابونو دلاسه په شوي ځاني زيان راته سخت خفګان شوے دے ٬ دلته د مرستې هلو ځلو ته دوام وركولو او ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو له خپله د برطانيې دوره منسوخ كوم۔ د خالي په ورځ دخارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل زما زړه هغه كورنيو سره دے كومو څخه چې د هغوي مينه وال جدا شوي دي٬ كوم چې ژوبل شوي دي يا كورونه يۍ وران او روزګارونه يۍ ختم شوي دي۔ اسحاق ډار ووئيل د پاكستان حكومت ټول مېشته وسائل متحرك كوي دغسې چې د ځپليو وګړو مرسته وكړې شي او ريسكيو آپريشن فعاله وساتلې شي۔ ده ووئيل وفاقي او صوبائي ادارې ٬ وسله وال ځواكونه او ځايي انتظاميه ځپليو سيمو ته د رسېدو او د وګړو تحفظ باوري كولو له سخته خواري كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم د يوې بېړنۍ غونډې مشري كړې ده او حكومت نزدې همغږۍ سره د فوري ضرورتونو ترسره كولو او د ځپليو سيمو د اوږدې مودې بحالۍ لپاره منصوبه بندي كوي۔ ده ووئيل زه په برطانيه كښې نائب وزيراعظمې انجیلا رینر، د دولتِ مشترکه عمومي سېكتر شرلی آیورکور بوچوے، برطانوی خارجه وزیر هېمش فالکنر او د هاؤس آف کامنز و هاؤس آف لارډز غړو سره شېډول ملاقاتونه منسوخ كوم۔ دا پرېكړه ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونې ٬ تعزيت او په قامي كچه د مرستې او بحالۍ روانو هلو ځلو ته پام ګرځولو لپاره وكړې شوه۔ ده ووئيل زه د كميونټي ايونټ ټولو منتظيمنو ته د زړه له كومي معذرت كوم۔ اسحاق ډار ووئيل زه ټولو پاكستاني وګړو كه هغوي د هېواد دننه دي يا بهر اپيل كوم چې هغوي دې ځپلې كورنۍ په خپلو دعاګانو كښې يادې وساتي او څومره هم چې كولې شي د مرستې په روانو هلو ځلو كښې دې برخه واخلي۔










