ګورنر فيصل كريم كنډي سره د امريكائي بزنس مين تنوير احمد په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نوموړي پاكستاني نژاد امريكائي بزنس مېن تنوير احمد په مشرۍ كښې پلاوي په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې په شوي ملاقات كښې د صوبې ځوانانو ته د آئي ټي عصري زده كړو او كاروباري شخصياتو له په بهر هېوادونو كښې د كاروبار او خېبر پښتونخوا كښې د سرمايه …

اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نوموړي پاكستاني نژاد امريكائي بزنس مېن تنوير احمد په مشرۍ كښې پلاوي په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې په شوي ملاقات كښې د صوبې ځوانانو ته د آئي ټي عصري زده كړو او كاروباري شخصياتو له په بهر هېوادونو كښې د كاروبار او خېبر پښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ موقعو په وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ تنویر احمد او پلاوي په خېبر پښتونخوا كښې د یوتھ انګېجمنټ حوالې سره د ګورنر فېصل كريم كنډي د وژن ستائنه وكړه۔ د ګورنر لخوا د پلاوي غړو ته سوینئرز وړاندې كړې شول۔

مزید خبریں