اسلام آباد۔16 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه په زياتېدونكي تړون د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې حكومت سياسي ٬ اقتصادي او كلتوري څانګو كښې بنګله دېش سره د همكاري زياتولو عزم لري۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د بنګله دېش هائي كمشنر اقبال حسېن خان سره د ملاقات په مهال وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل …
وفاقي وزير عطاﺀ تارړ سره په پاكستان كښې د بنګله ديش هائي كمشنر اقبال حسين خان ملاقات ٬ ددواړو هيوادونو ترمينځه په زياتيدونكي تړون د اطمينان څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔16 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه په زياتېدونكي تړون د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې حكومت سياسي ٬ اقتصادي او كلتوري څانګو كښې بنګله دېش سره د همكاري زياتولو عزم لري۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د بنګله دېش هائي كمشنر اقبال حسېن خان سره د ملاقات په مهال وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان بنګله دېش سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري ٬ په سياسي ٬ اقتصادي او كلتوري څانګو كښې بنګله سره د همكارۍ لا زياتولو عزم لري۔ ده ووئيل پاكستان د اعلی كچې دورو او د كلتوري همكارۍ دلارې اړيكو ته يو نوے جهت وركړے۔ ده ووئيل د پاكستان او بنګله دېش اولس يو تر بله نزدې كولو له د ميډيا څانګه كښې مرسته زياته مهمه ده۔ د بنګله دېش هائي كمشنر اقبال حسېن خان دوه اړخيزه اړيكې له مضبوطولو كښې خوښي ښكاره كولو سره ووئيل د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه د ملګرتيا تاريخي تړون به دوام لري۔ په ملاقات كښې د پاكستان او بنګله دېش اړيكو كښې د مثبت پېشرفت عمل په روان ساتلو اتفاق وكړے شو۔ په دې موقعه د اطلاعاتو سېكتر عنبرين جان او پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن هم موجود ؤ۔










