صدر مملكت د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو په وژلو د خيبر پښتونخوا پوليس مړانې ته پيرزوئنې

اسلام آباد۔15اګست (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداري د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو په وژلو د خيبر پښتونخوا پوليس مړانې ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي پاكستان د ترهګرۍ ختمولو عزم لري او د وروستي ترهګر تر ختمولو به دا جنګ روان وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په ترهګرو بريدونو كښې د شهيدو …

اسلام آباد۔15اګست (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداري د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو په وژلو د خيبر پښتونخوا پوليس مړانې ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي پاكستان د ترهګرۍ ختمولو عزم لري او د وروستي ترهګر تر ختمولو به دا جنګ روان وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په ترهګرو بريدونو كښې د شهيدو شوو پولیس ځوانانو قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ صدر مملكت ووئيل قام به د خپلو مېړنو اهلكارو او پوليس ځوانانو قربانۍ كله هم هېرې نه كړي۔ صدر مملكت ووئيل د خيبر پښتونخوا پوليس پخپله مړانه او پېشه ورو صلاحيتونو د ترهګرو بريدونه ناكامه كړل۔ صدر مملكت آصف علی زرداری ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې په اولني صف كښې ولاړ دي او ټول اولس په دوئي وياړي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په بشپړه توګه د ختمولو عزم لري او تر وروستي ترهګر به دا جنګ روان وي۔ صدر مملكت د شهيدانو كورنيو سره د زړه له كومي خواخوږي ښكاره كړه او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره يۍ دعا وكړه

مزید خبریں