اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)د مذهبي چارو وزارت وياند وئېلي دي د حج 2026 لپاره د سركاري سكيم له مخې د يو لك څخه زيات درخواستونه جمع كړې شوي٬ د خالي په ورځ د اګست په 16مه نيټه به د درخواستونو جمع كوونكو كسانو لپاره د 14 بانكونو مجاز برانچونه پرانستې وي۔د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند"اے پي پي"سره په خبرو كښې ووئېل د مذهبي …
حج 2026 لپاره د سركاري سكيم له مخې 1 لكه څخه زيات درخواستونه تر لاسه شوي ۔د مذهبي چارو وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)د مذهبي چارو وزارت وياند وئېلي دي د حج 2026 لپاره د سركاري سكيم له مخې د يو لك څخه زيات درخواستونه جمع كړې شوي٬ د خالي په ورځ د اګست په 16مه نيټه به د درخواستونو جمع كوونكو كسانو لپاره د 14 بانكونو مجاز برانچونه پرانستې وي۔د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند”اے پي پي”سره په خبرو كښې ووئېل د مذهبي چارو وزارت د حج 2026 لپاره”وړومبۍ راشۍ وړومبې ترلاسه كړۍ”په بنياد حج درخواستونه جمع كوي۔مطلوبه شمېره پوره كېدو سره به د درخواستونو وصولۍ بندې كړې شي خو د خالي په ورځ د اګست په 16مه نيټه د درخواستونو جمع كولو آخري نيټه ده كومې لپاره چې سټيټ بانك اړوند بانكونو ته هدايت كړے چې د اګست په 16مه نيټه د خالي په ورځ مجاز برانچونه پرانستې اوساتي۔ده ووئيل چې كوم خلق آن لائن درخواستونه جمع كول غواړي او هغوي د روپو ټرانسفر كولو صلاحيت لري نو هغوي آن لائن هم درخواستونه جمع كولې شي خو ښه به دا وي چې اړوندو بانكونو كښې خپل درخواستونه جمع كړي۔










