اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب سره د جمعې په ورځ د امریکی سفارت ناظم الامور نټالی بیکر د خزاني وزارتِ كښې ملاقات کړے۔ملاقات كښې د شريكې خوښي په چارو او په خاص توګه په دوه اړخيزه تجارت، کاروبار او پاکستان كښې د امریکې سرمایه کارۍ زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔وفاقی وزیر ووئيل د پاکستان معیشت کامیابۍ …
د خزاني او محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب سره د امريكې سفارت ناظم الامور ملاقات ، د پاك –امریکا تجارت او سرمایه کارۍ زياتولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب سره د جمعې په ورځ د امریکی سفارت ناظم الامور نټالی بیکر د خزاني وزارتِ كښې ملاقات کړے۔ملاقات كښې د شريكې خوښي په چارو او په خاص توګه په دوه اړخيزه تجارت، کاروبار او پاکستان كښې د امریکې سرمایه کارۍ زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔وفاقی وزیر ووئيل د پاکستان معیشت کامیابۍ سره په سم لوري روان دے او د موډیز اوسني اپ ګریډنګ ښكاره ثبوت دے چې د حکومت د مشکل خو ضروري اصلاحاتي اقدامات مثبت نتيجې ترلاسه شوي۔ده د پاکستان ضروري ټیرف اصلاحات رامخې ته كړل كوم چې د تجارت آزادولو او په برآمدات اډانه پرمختګ پلو هېواد روانولو له شوي۔ سینیټر محمد اورنګزیب د امریکا د اړخه پاکستان اقتصادي او پرمختيائي مرستې مننه وكړه او د واشنګټن ډی سي خپلي اوسنۍ دورې ذکر يې وكړو چرته چې د امریکې د تجارت وزير هاورډ لټ نك او د امریکی تجارتي نمائنده سفیر جیمیسن ګریئر سره ملاقاتونه شوي دغسې چې د دواړو هېوادونو تر مينځه تجارتی لوظنامې ته حتمی شکل وركړے شي۔د خزاني وزیر زور راوړو دا لوظنامه د توان ، معدنیات، آئي ټی، کرپټو کرنسي او په نورو څانګو كښې د معاشی مرستې يو نوے دور پېل كېدل دي چې ورسره به تر مارکیټ رسنه زياته شي۔ نټالی بیکر ووئيل دا تجارتي لوظنامه د پاکستان او امریکې دواړو لپاره دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره يوه مهمه موقع ده۔ده ووئيل د امریکې کمپنۍ په پاکستان كښې سرمایه کاري او کاروباري موقعو او په خاص توګه سپلائی چین، پیداوار، پروجیکټ مینجمنټ، توان ، قیمتی معدنیات، مائننګ او د تیلو لټون په څانګو كښې خوښي لري۔دواړو ډلو د دې خبري پخلے وكړو چې د نزدې مرستي د لارې به دا منصوبې مخ په وړاندې بوتللې شي دغسې چې شريكي ګټې ترلاسه كړې شي او د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي و اقتصادی اړيكي لا قوي كړې شي۔










