اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی مظفرآباد او باجوړ كښې د تندر په نتيجه كښې په شوې ځاني او مالي زيان د غم رازۍ څرګندونه كړې ده۔د سېنېټ سیکرټریټ له مخې د سېنېټ چیئرمېن په خپل بيان كښې ووئيل طبعې آفات يو سخت آزمېښت وي او په داسې موقعو مونږ بايد د يو قام په حيث د يووالي ، همدردۍ او مرستي …
سید یوسف رضا ګیلانی باجوړ او د هېواد په نورو برخو كښې د بارانونو له امله په شوي مالي او ځاني زيان غمرازي څرګنده كړه

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی مظفرآباد او باجوړ كښې د تندر په نتيجه كښې په شوې ځاني او مالي زيان د غم رازۍ څرګندونه كړې ده۔د سېنېټ سیکرټریټ له مخې د سېنېټ چیئرمېن په خپل بيان كښې ووئيل طبعې آفات يو سخت آزمېښت وي او په داسې موقعو مونږ بايد د يو قام په حيث د يووالي ، همدردۍ او مرستي مظاهره وكړو۔ده ووئيل د ځپليو كورنيو په غم كښې شريك يو او د هغوي هر دول مرستي لپاره چمتو يو۔سید یوسف رضا ګیلانی وفاقي او صوبائي حکومتونو، اړوندو ادارو او ریسکیو ډلو ته سپارښتنه وكړه چې ځپليو سيمو كښې د مرستي هلي ځلي تندې كړي،ژوبل كسانو له سمسدتي طبي آسانۍ وركړي۔ده اولس ته غږ وكړو چې ځپلو سيمو كښې د وروڼو خويندو مرسته وكړي دغسې چې هغوي زر تر زره د دې سخت حالت څخه رابهر شي۔










