معرکه حق د ټولو پاکستانیانو ګټه ده، د خېبر پښتونخوا اولس د پاكستان جنګ كوي،جعلي وګړي او جعلی ایجنډا لرونكي به ناکامه كيږي۔امیرمقام

سوات 15 اګست (اے پی پی) وفاقي وزیر او د مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي معرکه حق د ټولو پاکستانیانو ګټه ده، د خېبر پښتونخوا اولس د پاكستان جنګ كوي،جعلي وګړي او جعلی ایجنډا لرونكي به ناکامه كيږي۔د جمعې په ورځ پاکستان مسلم لیګ (ن) هاؤس، سنګوټه، سوات كښې د جشن آزادۍ او معرکه حق دستوري ته وينا كښې وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام …

سوات 15 اګست (اے پی پی) وفاقي وزیر او د مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي معرکه حق د ټولو پاکستانیانو ګټه ده، د خېبر پښتونخوا اولس د پاكستان جنګ كوي،جعلي وګړي او جعلی ایجنډا لرونكي به ناکامه كيږي۔د جمعې په ورځ پاکستان مسلم لیګ (ن) هاؤس، سنګوټه، سوات كښې د جشن آزادۍ او معرکه حق دستوري ته وينا كښې وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام ووئيل 75 كلونو كښ هند جرات نه ؤ كړے چې د کشمیر خصوصي حیثیت بدل كړي خو 2019 كښې د هغه نااهله خلقو په دو كښې د کشمیر خصوصي حیثیت بدل كړے شو، دغې نه پس مونږ هر كال د كشمير استحصال ورځ لمانځو، د استحصال ورځ د کشمیریانو سره د يووالي لپاره لمانځلې كيږي ۔ ده ووئېل تيره ورځ د 14 اګست ورځ هم هغه خلقو د متنازعه كولو هڅه وكړه،هغوي د پاکستان تخلیق متنازعه كولو هڅه كړې۔ وفاقي وزیر ووئيل معرکه حق د ټولو پاکستانیانو ګټه ده، د معرکه حق ګټي سره د ټولو پاكستانيانو سر په وياړ هسك شوے خو د افسوس خبره دا ده چې هغه خلقو معرکه حق هم د متنازعه كولو هڅه وكړه ، كله چې په دې ورځ نمتنځلو كښې خنډان راولاړولې كيږي او د باني پی ټي آئی راخوشي كولو سره تړلې كېږي د كومې چې مونږ غندنه كوو او د يو پاكستاني په حيث بايد ټول د دې غندنه وكړو ۔

مزید خبریں