د امنيت اندیښنو له امله بلوچستان كښې انټرنیټ په عارضی توګه معطل كړے شوے۔طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د امنيتي اندېښنو له امله په بلوچستان كښې انټرنیټ په عارضی توګه معطل كړے شوے ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر كامران مرتضی ٰ د پام راګرځوني نوټس په ځواب د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د سیكیورټي صورتحال ترمخه انټرنیټ سروس معطل …

اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د امنيتي اندېښنو له امله په بلوچستان كښې انټرنیټ په عارضی توګه معطل كړے شوے ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر كامران مرتضی ٰ د پام راګرځوني نوټس په ځواب د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د سیكیورټي صورتحال ترمخه انټرنیټ سروس معطل كړے شوے۔ د انټر نیټ بندولو پشمول سكیورټی چارو په اړه پريكړه د كورنيو چارو وزارت كوي۔ ده ووئېل د امنيتي اندیښنو له امله بلوچستان كښې د انټرنیټ په عارضی توګه معطل كړے شوے، ټیلیفون سروس په بشپړه ډول فعاله دے، د امن صورتحال ښه كولو لپاره سكیورټي اقدامات كيږي۔ ده ووئېل بلوچستان كښې په جعفر ایكسپریس او خضدار كښې په سكول بريد شوے ؤ ۔

مزید خبریں