اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) سېنېټ په غونډه كښې د جمعې په ورځ د تحریك آزادۍ اکابرینو، بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح او د هغه په قيادت كښې هلو ځلو كوونكو ټولو ګډون كوونكو ته ٬ د وسله والو ځواكونو، پولیس او نورو امنيتي ادارو د هېواد تحفظ، سلامتیا او خپلواكۍ لپاره په وركړو قربانو د پيرزوئنو وړاندې كولو قرارداد په متفقه توګه منظور کړے شو۔ قرارداد …
د سينيټ په غونډه كښې بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح٬ د تحریكِ آزادۍ اکابرینو ٬ وسله والو ځواكونو او قام ته پيرزوئنې وړاندې كولو له قرارداد منظور كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) سېنېټ په غونډه كښې د جمعې په ورځ د تحریك آزادۍ اکابرینو، بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح او د هغه په قيادت كښې هلو ځلو كوونكو ټولو ګډون كوونكو ته ٬ د وسله والو ځواكونو، پولیس او نورو امنيتي ادارو د هېواد تحفظ، سلامتیا او خپلواكۍ لپاره په وركړو قربانو د پيرزوئنو وړاندې كولو قرارداد په متفقه توګه منظور کړے شو۔ قرارداد د قانون و انصاف وفاقی وزیر سېنېټر اعظم نذیر تارړ وړاندې كړو۔قرارداد كښې د تحریك آزادۍ اکابرینو، بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح او د هغه په قيادت كښې هلو ځلو كوونكو ګډون كوونكو ته او وسله والو ځواكونو، پولیس او نور سکیورټی ادارو ته د هېواد تحفظ، سلامتیا او خپلواكۍ لپاره په قربانو د پيرزوئنې وړاندې كړې شوي۔ دې سره سره د آئینِ پاکستان خالق پارلماني غړو خذمات هم وستائېلے شول۔ قرارداد كښې د دې عزم څرګندونه وشوه چې د هېواد سلامتيا، آزادۍ، خپلواكۍ او سيمه ايز تحفظ له کردار ترسره كوونكې د پاکستان اتلان د قام اتلان دي۔قرارداد كښې په ځوانانو زور راوړلے شو چې د سیاسی اختلافات نه يو خوا د قامي یووالي ، پرمختګ او سوكالۍ لپاره بشپړ كردار ترسره كړي۔ دغسې ټول قام له د قیامِ پاکستان عظیمې کارنامې او د 78م آزادۍ ورځ مبارکي وركړې شوه۔










