صدر مملكت آصف علي زرداري د قامي وقار او خپلواكۍ په زړه پورې دفاع كولو سول او پوځي افسرانو ٬ ځوانانو او د معركه حق شهيدانو ته اعلی سول او ملټري اعزازونه وركړل

اسلام آباد۔14اګست(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د هېواد 78 مې آزادۍ ورځې په موقعه د هندي جارحيت خله ماتې ځواب كولو له د معركه حق بنيان مرصوص آپرېشن كاميابۍ لپاره په سياسي ٬عسكري ٬ سفارتي او د ابلاغ ذريعو په محاذونو د غېر معمولي عزم ٬ مړانې او جرات په ښودلو او قامي بيانيې سره د دښمن پروپېګنډې ناكامه كولو سره د قامي وقار او خپلواكۍ په …

اسلام آباد۔14اګست(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د هېواد 78 مې آزادۍ ورځې په موقعه د هندي جارحيت خله ماتې ځواب كولو له د معركه حق بنيان مرصوص آپرېشن كاميابۍ لپاره په سياسي ٬عسكري ٬ سفارتي او د ابلاغ ذريعو په محاذونو د غېر معمولي عزم ٬ مړانې او جرات په ښودلو او قامي بيانيې سره د دښمن پروپېګنډې ناكامه كولو سره د قامي وقار او خپلواكۍ په زړه پورې دفاع كولو سول او پوځي افسرانو ٬ ځوانانو او د معركه حق شهيدانتو ته اعلی سول او ملټري اعزازونه وركړل۔ په ايوان صدر كښې د آزادۍ ورځې په موقع په شوې باوقاره دستوره كښې صدر مملكت آصف علي زرداري او وزير اعظم شهباز شريف د آپرېشن بنيان مرصوص په مهال د غېر معمولي كاركردګۍ په ښودلو بېلو سول او عسكري څانګو سره تعلق لرونكو افسرانو ٬ د ابلاغ ذريعو نمائندګانو ٬ تجزيه كارو ٬ وفاقي وزيرانو او عامو وګړو ته ايوارډز وركړل۔ صدر مملکت افسرانو ٬ ځوانانو او شهيدانو ته تمغه امتياز ٬ تمغه بسالت، تمغه جرات، نشان امتیاز، امتیازی اسناد، ستارہ امتیاز، ستارہ بسالت،چیف آف آرمی سټاف تعریفی سندونه او اعزازونه وركړل۔ صدر مملکت آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر(نشان امتیازملټری)ته د هند په ضد په معركه حق كښې د بنيان مرصوص مشري كولو په مهال د حانګړې مړانې په ښودلو هلال جرأت وركړو۔ دغسې صدر مملكت چیف آف ایئر سټاف ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر ته د فضائي جنګ قيادت كولو په مهال د غېر معمولي جرات ښودلو په اعتراف كښې هلال جرأت ایوارډ ډالۍ كړو۔ صدر مملکت چیف آف نیول سټاف اېډمرل نوید اشرف د بحری دفاع په باوري كولو نشان امتیاز وركړو۔ په عسكري معاملاتو كښې د مشير اعلی خذماتو په اعتراف كښی صدر چیئرمېن جوائنټ چیف آف سټاف کمېټي جنرل ساحر شمشاد مرزا ته نشان امتیاز وركړو۔ د خارجه پالېسۍ او په سفارتي كچه د قامي بيانيې په رامخې ته كولو او په نړيواله كچه د دښمن عزائم په ناكه كولو صدر مملكت نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د سندھ طاس لوظنامې قانوني حېثېت د لارې د هند د يو اړخيزه عزائمو په ناكامه كولو د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ته نشان امتياز وركړو۔ دغسې د هېواد دفاع په مضبوطولو د دفاع وزير خواجه آصف او د پاك هند معركې په مهال قامي بيانيه په نړيواله كچه په فعاله توګه وړاندې كولو د اطلاعاتو وفاقي وزير ته نشان امتياز وركړے شو۔ دغسې داخله وزير محسن نقوي ته په هېواد كښې د امن وضعه په ساتلو له د خذماتو په ترسره كولو نشان امتياز وركړے شو۔ صدر مملكت چې كومو نورو ته نشان امتياز وركړو په هغو كښی احسن اقبال ٬ بلاول بھټو زرداری ٬ رانا ثناء خان شامل دے۔ صدرمملکت سېنئر دفاعی تجزیه كار لېفټېننټ جنرل سعید (ر) ٬ سید طارق فاطمی ، ډاکټر مصدق مسعود ملک ، سېنېټر شیری رحمن ٬ حنا ربانی کھر عمر فاروق ٬ انجنیئر خرم دستګیر ٬ سېنېټر سید فیصل علی سبزواری ، سېنېټر بشریٰ انجم٬ سفیرجلیل عباس جیلانی ٬ تهمینه جنجوعه ، اټارنی جنرل آف پاکستان منصور عثمان اعوان ، ډائرېکټر جنرل آئی بی فواد اسد اے خان ٬ احد خان چیمه او د وزیراعظم سلاكار ډاكټر سيد توقير حسين شاه ته هلال امتياز وركړو۔ صدر مملكت سول آفسرانو ته ستاره امتياز اعزاز هم وركړو په كومو كښې چې چیئرمېن پاکستان ټیلی کمیونیکشن اتھارټی(پی ټی اے) میجر جنرل حفیظ الرحمان ٬ سېکرټری خارجه امور سفیر آمنه بلوچ ، سېکرټری داخلہ کیپټن خرم آغا ، هوم سېکرټری پنجاب نور الامین مېنګل ، چیف سېکرټری آزاد جموں و کشمیر فلائټ لیفټیننټ خوشحال خان ،سېکرټری انفارمیشن ټیکنالوجی ضرار هاشم خان ، وفاقی سیکرټری اطلاعات و نشریات عنبرین جان ، سېکرټری آبی وسائل سید علی مرتضیٰ ،کمشنر انډس واټر ټریټی سید محمد مهر علی شاہ شامل دے۔ صدر مملكت چې كومو شخصياتو ته تمغه امتياز وركړه په هغوي كښې ډائریکټر جنرل پاکستان فرانزک سائنس ایجنسی ډاکټر امجد ، ډی آئی جی آپریشنز پنجاب وقاص نذیر ، ډی آئی جی سیکیورټی پنجاب کامران عادل ، ډی آئی جی سپیشل برانچ آزاد جموں و کشمیر حسن قیوم ، پراسیکیوټر جنرل پنجاب سید فرہاد علی شاہ ، آر پی او بهاولپور رائے بابر سعید ، ضلعی پولیس آفیسر بهاولپور حسن اقبال ، ضلعی پولیس آفیسر شیخوپورہ بلال ظفر شیخ ، سټی پولیس آفیسر راولپنډی خالد محمود ،سینئر سپرنټنډنټ پولیس اسپیشل برانچ پنجاب معاذ ظفر٬ کمشنر راولپنډی ډاکټر فرحان فاروق ٬ ډپټی کمشنر بهاولپور مسټر شاهد عمران مرتھ ډپټی کمشنر شیخوپورہ ، توسیف بھټی اسسټنټ کمشنر مریدکے ، رب نواز اسسټنټ کمشنر اوکاړہ ،ډاکټر رضوان حسین ډائریکټر جنرل 1122 ، ضیغم نواز ډائریکټر سول ډیفنس پنجاب ، مسعود الرحمن کمشنر پونچھ ، ندیم جنجوعه ډپټی کمشنر نیلم ، ولید انور اسسټنټ کمشنر هجیرہ ،خواجه صدیق سپرنټنډنټ پولیس نیلم ،جبین کوثر ډپټی سپرنټنډنټ پولیس هجیرہ ، احمد حسن عربی ٬ ٬ ډاکټر قمر چیمه سینئر دفاعی و سیکیورټی تجزیه کار ٬ پرنسپل انفارمیشن آفیسر، وزارت اطلاعات و نشریات مبشر حسن ، انس اقبال پرسنل سېکرېټری ټو پي اېم ٬ سلمان شریف ، ملیحه شاهد ، د وزیراعظم تقریر نویس ارشد محمود ملک ، وسیم بادامی ( اے آر وائی نیوز ) ، حامد میر (جیو نیوز) ، منصور علی خان (هم نیوز) ٬جاوید چوہدری(ایکسپریس نیوز)٬ انیقه نثار (اے آر وائی نیوز) ، مجیب الرحمن شامی (دنیا نیوز) ، طلعت حسین (سما نیوز) ، سلیم صافی (میډیا) ، عامر الیاس رانا (ایکسپرېس نیوز) ، منیب فاروق (میډیا) ، انصار عباسی (میډیا) ، نسیم زهرہ (میډیا) ، بدرشهباز (میډیا) ، ندیم ملک (میډیا) شامل دے۔ دې سره سره يو شمېر وګړو ته شهري تمغه شجاعت وركړې شوه په كومو كښې چی منیر احمد ولد ممتاز مرزا ، حسین ولد غلام ، غلام عباس ولد یوسف ، بشیر عالم اعوان (کونسلر) ، خواجه غلام احمد(وی ډی سی ممبرز) ، نمبر دار اکبر میر ولد رحمان میر ، شفقات خان ولد ایوب ، رضوان الزمان (صحافی) شامل دے۔ په ايوان صدر كښې په دستوره كښې د درې واړو وسله والو ځواكونو مشرانو سره سره وفاقي وزيرانو ٬ سينئر بېوروكرېټ ٬ سفارتكارانو ٬ د معركه حق شهيدانو كورنيو او د ژوند بېلو برخو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں