اسلام آباد۔14اګست (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسېن مګسي د آزادۍ 78 مې سالګرې په موقعه ټول پاكستاني اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې نن د شكر ٬ وياړ او د لوظ پاللو ورځ ده٬ قربانيو سره د ترلاسه كری شوې آزادۍ حفاظت زمونږ د ټولو فرض دے۔ د آزادۍ ورځې په موقعه خپل پېغام كښی خالد حسېن مګسي ووئيل د هېواد په …
نن د شكر ٬ وياړ او د لوظ پاللو ورځ ده ٬ قربانيو سره د ترلاسه كړې شوې آزادۍ حفاظت زمونږ ټولو فرض دے: وفاقي وزير خالد حسين مګسي

مزید خبریں
اسلام آباد۔14اګست (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسېن مګسي د آزادۍ 78 مې سالګرې په موقعه ټول پاكستاني اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې نن د شكر ٬ وياړ او د لوظ پاللو ورځ ده٬ قربانيو سره د ترلاسه كری شوې آزادۍ حفاظت زمونږ د ټولو فرض دے۔ د آزادۍ ورځې په موقعه خپل پېغام كښی خالد حسېن مګسي ووئيل د هېواد په پياوړتيا كښې د هر يو پاكستاني وګړي كردار لازمي دے۔ ده ووئيل يو متحد قوم دښمن په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كولې شي۔ ده ووئيل وسله وال پوځ په هر محاذ د پاكستان وقار پورته وساتلو۔ خالد حسېن مګسی ووئيل آپرېشن بنیان مرصوص د قامي سلامتيا نوے مثال وړاندے كړو٬ مونږ ټول به كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان عصري او په خپلو پښو اودرېدونكے جوړ كړؤ










