اسلام آباد۔14اګست (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د آزادۍ ورځې په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې ټول قام ته مباركي وركولو سره ويلي دي چې د اګست 14 مه نيټه د هغه سترو هلو ځلو او ځانګړې قربانيو عكاسي كوي كومې چې د نيمې اوچې مسلمانانو د پاكستان جوړيډو لپاره وړاندې كړې۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې …
د اګست 14 مه نيټه د هغه سترو هلو ځلو او ځانګړې قربانيو عكاسي كوي كومې چې د نيمې اوچې مسلمانانو د پاكستان جوړيډو لپاره وړاندې كړې٬ د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔14اګست (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د آزادۍ ورځې په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې ټول قام ته مباركي وركولو سره ويلي دي چې د اګست 14 مه نيټه د هغه سترو هلو ځلو او ځانګړې قربانيو عكاسي كوي كومې چې د نيمې اوچې مسلمانانو د پاكستان جوړيډو لپاره وړاندې كړې۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې زمونږ مشرانو د خپلو كورنو ٬ زمكو او ځانونو قرباني وركولو سره د يو آزاد او خپلواكه هېواد جوړېدل ممكن كړل چرته چې مونږ د خپل كلتوري او ديني اقدارو له مخې ژوند تېر كړے شووو۔ دا قربانۍ به راروان كول لپاره د لارې مشال وي۔ ده ووئيل آزادي يو لوے نعمت دے او ددې حفاظت٬ بقا او استحكام زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ په دې موقعه ده وسله والو ځواكونو ٬ امنيتي ادارو او قانون نافذ كوونكو اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې كومو چې د خپلو ځانونو له پرواه كولو پرته د هېواد د آزادۍ او خپلواكۍ محافظ دي۔ ده په خپل پېغام كښې کشمیرې او فلسطينې اولس هم ياد كړو كومو چې د جبر او ظلم په ضد خپلې ستړې روانې ساتلې دي۔ ده باور وركړو چې پاكستان به د هغوي اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ تر هغه وخت روان ساتي تر كومې چې هغوي خپل منزل ترلاسه كړې نه وي










