څوارلسم اګست د قربانيو ٬ ځلو ځلو او د آزادۍ د خوبونو د ريښتيا كيدو ورځ ده ٬ پاكستان د پاك پروردګار لوے نعمت دے ٬ قدر يۍ په هر وګړي فرض دے: محسن نقوي

اسلام آباد۔14اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاكستان د آزادۍ 78 مې كليزې په موقع خپل پېغام كښې قام له د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې دا ورځ څوارلسم اګست د قربانيو ٬ ځلو ځلو او د آزادۍ د خوبونو د ريښتيا كېدو ورځ ده ٬ پاكستان د پاك پروردګار لوے نعمت دے ٬ قدر يۍ په هر وګړي فرض …

اسلام آباد۔14اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاكستان د آزادۍ 78 مې كليزې په موقع خپل پېغام كښې قام له د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې دا ورځ څوارلسم اګست د قربانيو ٬ ځلو ځلو او د آزادۍ د خوبونو د ريښتيا كېدو ورځ ده ٬ پاكستان د پاك پروردګار لوے نعمت دے ٬ قدر يۍ په هر وګړي فرض دے۔ د داخله وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې محسن نقوي ووئيل چې د هېواد مؤسس قائد اعظم (رح) وئيلي وو چې د پاكستان جوړېدل مقدر وو ٬ دا د چا پېرزوئنه نه ده بلكې دا زمونږ د هلو ځلو بدله ده٬ وينه ٬ اوښكې او شهادتونه هغه قيمت ؤ كوم چې آزادۍ لپاره ادا كړے شو۔ ده د آزادۍ شمع روښانه كولو له د لكھونو په شمېر مسلمانانو قربانيو ته سلام كولو سره ووئيل د هېواد امن او دفاع لپاره د ځانونو قرباني وركوونكي زمونږ د سر تاجونه دي ٬ د دوئي قربانۍ به قام تل يادې ساتي۔ محسن نقوی د شهيدانو د كورنيو عزم او حوصلې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د شهيدانو كورنۍ زمونږ كورنۍ دي۔ وفاقي وزير ووئيل په معركه حق كښې دښمن ته عبرتناكه ماتې وركولو سره پاكستان ثابته كړه چې “ایمان، اتحاد، تنظیم” نن هم زمونږ طاقت ٬ پېژندګلو او د بقا تر ټولو لوے ضمانت دے۔ ده ووئيل پاكستان دښمن ته ښكاره او بشپړ ځواب وركړو چې دا د كال 2025 پاكستان دے كوم چې د دفاع بشپړ صلاحيت لري۔ محسن نقوی وئيل د معركه حق بريا څخه وروستو د آزادۍ خوشحالۍ يو په دوه شوي دي۔ ده ووئيل د ایمان،اتحاد او تنظیم په څير زرين اصول د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ ضامن دي او كه پاك پروردګار ته منظور وي قام به په هر يو چېلنج قابو ومومي۔ ده ووئيل د آزادۍ په دې ورځ د پاكستان روښانه سباؤن لپاره نوي عزم او نوي سوچ سره د مخ په وړاندې تللو عزم تكرار كوو

مزید خبریں