پېښور ۔ 14 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په پولیس لائن ډېرہ اسماعیل خان كښې د آزادۍ دستوره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته خطاب كښې وزيراعلی د خېبر پښتونخوا په شمول ټول قام ته د آزادۍ جشن مباركي وركړه۔ وزيراعلی ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې امن په ځاې كولو له پوليس هم ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ تحريك آزادۍ څخه تر دې دمه د پښتنو …
امن په ځايې كولو له د پوليس ځانګړې قربانۍ به په زرينو ټكو ليكلې شي : وزيراعلی علي امين ګڼداپور

مزید خبریں
پېښور ۔ 14 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په پولیس لائن ډېرہ اسماعیل خان كښې د آزادۍ دستوره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته خطاب كښې وزيراعلی د خېبر پښتونخوا په شمول ټول قام ته د آزادۍ جشن مباركي وركړه۔ وزيراعلی ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې امن په ځاې كولو له پوليس هم ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ تحريك آزادۍ څخه تر دې دمه د پښتنو قربانۍ په زرينو ټكو كښې ليكلې شوي دي۔ ده ووئيل اتحاد زمونږ طاقت دے ٬ په خېبر پښتونخوا كښې د امن او پرمختګ نوے باب رقم كوو۔ اولس لپاره د زده كړو او روغتيا آسانۍ او د روزګار موقعې رامخې ته كولو له مو ګامونه پورته كړي دي۔ ده ووئيل په صوبه كښی سوكالۍ ٬ امن او اولسي خېر ښېګړې له شپه او ورځ كار روان دے۔ ده ووئيل اولس ټاكلې يوو او د هغوي د هيلو له مخې به كه پاك پرودرګار ته منظور كار كوو۔ ده ووئيل د پاكستان د عظيم جوړولو عزم تكرار كوو۔ د اولس باور او مينه به د عملي اقداماتو د لارې ريښتا ثابت كړؤ۔ ده ووئيل ځوانان زمونږ سرمايه دي ٬ روښانه سباؤن لپاره به دوئي ته غوره موقعې وركولې شي۔ ده ووئيل د آزادۍ جشن د قامي يووالي او قربانيو ياد تازه كوي۔ ده ووئيل پاكستان زمونږ پېژندګلو او وياړ دے











