سږ كال مونږ د آزادۍ ورځ د لويې افتخار او يو تازه اميد سره لمانځلو٬معركه حق او آپريشن بنيان مرصوص زمونږ د تاريخ يو ځلنده مثال دے۔ صدر مملكت آصف علي زرداري

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي زه د مورني هېواد آزادۍ 78مې سالګرې په موقع پاكستان او په ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستانيانو ته د زړه د اخلاصه مباركي وركوم٬دا ورځ مونږ ته د دې جرات٬اتحاد او قربانو يادګېرنه كوي د كوم په سبب چې مونږ ته د آزادۍ نعمت نصيب شوے٬ سږ كال مونږ د آزادۍ ورځ به لويې افتخار او يو …

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي زه د مورني هېواد آزادۍ 78مې سالګرې په موقع پاكستان او په ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستانيانو ته د زړه د اخلاصه مباركي وركوم٬دا ورځ مونږ ته د دې جرات٬اتحاد او قربانو يادګېرنه كوي د كوم په سبب چې مونږ ته د آزادۍ نعمت نصيب شوے٬ سږ كال مونږ د آزادۍ ورځ به لويې افتخار او يو تازه اميد سره لمانځلو٬په دې وروستيو كښې زمونږ قام د بهرني جارحيت به ځواب كښې د خپل طاقت٬عزم او اتحاد څرګندونه كړې٬معركه حق او آپرېشن بنيان مرصوص كښې زمونږ ګټه٬زمونږ د تاريخ يو ځالانده باب دے٬دا كاميابي غېر متزلزل قامي عزم٬بې مثاله پيشه وره مهارت او د ټول قام د اتحاد ثبوت دے۔د اسلامي جمهوريه پاكستان صدر آصف علي زرداري د آزادۍ 78 مې سالګرې په موقع پېغام كښې ووئېل نن مونږ د خپل عظيم قائد قائداعظم محمد علي جناح(رح)او تحريك پاكستان ټولو كاركنانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو چې چا په سټرو او قربانو دا خوب حقيقت كړو ٬سږ كال مونږ د آزادۍ ورځ په لويې افتخار او يو تازه اميد سره لمانځو۔صدر مملكت ووئيل په دې وروستيو كښې زمونږ قام د بهرني جارحيت ځواب كښې د خپل طاقت٬عزم او اتحاد څرګندونه كړې٬معركه حق او آپرېشن بنيان مرصوص كښې زمونږ ګټه زمونږ د تاريخ يو ځالانده باب دے۔صدر مملكت ووئېل دا كاميابي د غېر متزلزل قام عزم٬بې مثاله پيشه وره مهارت او د ټول قام د اتحاد ثبوت دے۔ده ووئيل دا بريا زمونږ د اولس لپاره د نوې باور ذريعه جوړه شوې ٬دې د قام حوصلې لوړې كړي او په ادارو باور لا قوي شوے او د پاكستان نړيوال مقام نور هم مستحكم شوے ۔صدر مملكت ووئيل نن نړۍ پاكستان ته د يو داسې هېواد په توګه ګوري كوم چې امن له خوښي لري خو د فشار په وړاندې سره نه ټيټوي خو دا لمحه يوازې عسكري كاميابي نه بلكې د دې امر هم يادګېرنه كوي چې كله مونږ يو موټے او يو شريك مقصد لپاره عزم لرو نو مونږ په هره څانګه كښې كاميابي ترلاسه كولې شو۔صدر مملكت ووئېل اوس به مونږ له دا جذبه خپلې معاشي بحالۍ ٬تعليمي اصلاحات٬تكنيكي پرمختګ٬اداره جاتي اصلاحات او ماحولياتي تحفظ پلو زياتول وي٬هم دا نظم٬جرات او حكمت كوم چې د هند په ضد د اوسنۍ كاميابۍ سبب جوړ شوے٬مونږ د غربت خاتمې٬اولس لپاره موقعې راپېدا كولو او يو سپيځلې او ګڼ اړخيزه ټولنې جوړولو كښې كاميابولې شي۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل په دې ورځ مونږ د هند په تسلط لاندې جمو و كشمير اولس سره د يو والي څرګندونه هم كوو٬د هغوي د جرات٬انصاف او حق خود اراديت هلې ځلې زمونږ زړه ته نزدې دي۔ده ووئيل پاكستان به د حق خود اراديت تر ترلاسه كولو پورې د كشميريانو غېر متزلزل سفارتي٬اخلاقي او سياسي ملاتړ روان ساتي ۔صدر مملكت ووئيل راځۍ چې د آزادۍ ورځ د خپل يو تاريخ يو نوي باب جوړولو تر مخه خپل ټول اختلافات نه پرته د يو داسې پاكستان لپاره متحد شو كوم چې انصاف٬ايمان او په خذمت خلق اډانه وي٬لويې څښتن دې زمونږ مرستياله او ناصر وي۔امين۔

مزید خبریں