په معرکه حق كښې ټول پاكستاني قام نه يوازې په روايتي بلكې د ټېكنالوجۍ په جنګ كښې د ځان نه څو چنده زيات دښمن ته ماتې وركړه ۔ شزه فاطمه خواجه

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي مونږ ټولو له په ګډه پاكستان مضبوطول او د ترقۍ او سوكالۍ په لاره روانول دي، په معرکه حق كښې ټول پاكستاني قام نه يوازې په روايتي بلكې د ټېكنالوجۍ په جنګ كښې د ځان نه څو چنده زيات دښمن ته ماتې وركړې ده ۔ دا خبره دې د شورو په …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي مونږ ټولو له په ګډه پاكستان مضبوطول او د ترقۍ او سوكالۍ په لاره روانول دي، په معرکه حق كښې ټول پاكستاني قام نه يوازې په روايتي بلكې د ټېكنالوجۍ په جنګ كښې د ځان نه څو چنده زيات دښمن ته ماتې وركړې ده ۔ دا خبره دې د شورو په ورځ د معرکه حق او د آزادۍ ورځ مناسبت سره د دستورې په مهال كړې۔ دې ووئيل مونږ نن د پاکستان د آزادۍ 78مه سالګره لمانځو ٬ د دې ټول قام له مباركي وركوم۔ دې ووئيل د لكهونو قربانيو په نتيجه كښې پاكستان د نن نه 78 كاله اګاهو وجود موندلے، مونږ د علامه اقبال د فكر او د قائداعظم د محنت په نتيجه كښې آزادي ترلاسه كړې او اوس مونږ د قام په حېث دې آزادۍ څخه خپل خواهشات ترسره كولې شو۔ دې ووئيل د هېواد په تاريخ كښې څو جنګونه شوي او ډېرې لوړې ژورې راغلې دي٬ د ازادۍ نه پس هم د لكهونو په شمېر خلقو د هېواد په خاطر قربانۍ وركړې دي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې او ګاٶنډي هېواد سره په جنګونو كښې د پاكستان ټول قام د قربانيو داستانونه رقم كړي دي۔ دې ووئيل مونږ نن د پاکستان د آزادۍ 78مه سالره لمانځو ٬ د دې ټول قام له مباركي وركوم

مزید خبریں