اي سي سي د پاکستان سټيل ملز په زمكه انډسټريل اسټيټ، د څرمنې په برآمدات كښې سهولت او ماحولياتي او ميډيا اپ ګريډيشن لپاره د ګرانټس منظوري وركړه

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) اقتصادي رابطه کميټي (اي سي سي) د پاکستان سټيل ملز په زمكه انډسټريل اسټيټ، د مرمنې په برآمدات كښې سهولت او ماحولياتي او ميډيا اپ ګريډيشن لپاره د ګرانټس منظوري وركړې ده ۔ د خزانې وفاقي وزير سينېټر اورنګزېب په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ شوې چې پكښې د معيشت او پرمختګ په اړه په مهمو چارو …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) اقتصادي رابطه کميټي (اي سي سي) د پاکستان سټيل ملز په زمكه انډسټريل اسټيټ، د مرمنې په برآمدات كښې سهولت او ماحولياتي او ميډيا اپ ګريډيشن لپاره د ګرانټس منظوري وركړې ده ۔ د خزانې وفاقي وزير سينېټر اورنګزېب په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ شوې چې پكښې د معيشت او پرمختګ په اړه په مهمو چارو غور وشو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سردار اوېس احمد خان لغاري، جام کمال خان، وفاقي سيکريټريز او د اړوندو وزارتونو او محكمو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د پاکستان سټيل ملز په زمكه انډسټريل اسټيټ، د څرمنې په برآمدات كښې سهولت او ماحولياتي او ميډيا اپ ګريډيشن لپاره د ګرانټس منظوري وركړه۔ اي سي سي د موسمياتي بدلون وزارت لپاره د مالي كال 26-2025 كښې د تکنيکي ضمني ګرنټ هم منظوري وركړه٬ د دې نه علاوه اي سي سي پاکستان ټيلي ويژن کارپوريشن (پي ټي وي سي) لپاره د 2,829 ملين روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري هم وركړه ۔ اي سي سي په كراچۍ كښې د پاکستان سټيل ملز په زمكه د انډسټريل اسټيټ جوړولو منظوري وركړه چې مقصد ئې صنعتي هلو ځلو كښې اضافه٬ د روزګار موقعې راپېدا كول او سرمايه كارۍ ته وده وركول دي۔ په غونډه كښې په دې خبره زور راٶړلے شو چې په پرېكړه په وخت او موثره عملدرامد دې باوري كړې شي دغسې چې پكار معاشي او سماجي ګټې ترلاسه كړې شي

مزید خبریں