د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد ميجر رضوان طاهر پلار كرنل(ر)محمد طاهر او نورې كورنۍ سره ملاقات

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد ميجر رضوان طاهر پلار كرنل(ر)محمد طاهر او نورې كورنۍ سره ملاقات كړے۔ده د شهيد ميجر رضوان طاهر والدين او ورو ميجر عثمان طاهر سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د شهيد ميجر رضوان طاهر لوړو درجو لپاره يې دعا وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد ميجر رضوان طاهر …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد ميجر رضوان طاهر پلار كرنل(ر)محمد طاهر او نورې كورنۍ سره ملاقات كړے۔ده د شهيد ميجر رضوان طاهر والدين او ورو ميجر عثمان طاهر سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د شهيد ميجر رضوان طاهر لوړو درجو لپاره يې دعا وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد ميجر رضوان طاهر پلار كرنل(ر)محمد طاهر٬مور او ورور ميجر عثمان طاهر لوړې حوصلې وستائېلې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل تاسو د شهيد زوي همت او لوړه حوصله لرونكې والدين يې٬ستاسو دا حوصله او عزم د قام طاقت دے٬ستاسو عظمت ته سلام۔ده ووئيل ميجر رضوان طاهر په بهادرۍ سره د سپانسرډ ترهه ګرو مقابله كړی او شهيد شوے۔شهيد ميجر رضوان طاهر د قام اتل دے او د هغه عظيمه قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬د شهيدانو لازواله قربانو ټول قوم به مقروض وي۔شهيد ميجر رضوان طاهر پلار كرنل(ر)محمد طاهر ووئيل زوي مې د څو انټيلي جنس بيسډ آپريشنز مشري كړې وه او ګڼ شمېر ترهه ګر يې وژلې وو ۔د اسلام آباد چيف كمشنر محمد علي رندهاوا او د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي هم په دې موقع موجود وو۔د يادونې وړ ده ميجر رضوان طاهر څو ورځې وړاندې مستونګ كښې د هند سپانسرډ ترهه ګرو آئي اي ډي په چاودنه كښې شهيد شوے ؤ

مزید خبریں