اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ په متفقه قرارداد كښې قام له د آزادۍ په 78مه سالګرې مباركي وركولو سره د هېواد خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا له د تحفظ پخلے كړے او په معركه حق كښې د هند د بې دليله پوځي جارحيت په ضد د پاكستان د وسله والو ځواكونو د غوره كاميابۍ يې ستائنه كړې ۔ د شورو په ورځ قامي اسبملۍ كښې وفاقي …
قامي اسمبلۍ د آزادۍ په 78م سالګره متفقه قرارداد منظور كړو، د هېواد د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د تحفظ پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ په متفقه قرارداد كښې قام له د آزادۍ په 78مه سالګرې مباركي وركولو سره د هېواد خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا له د تحفظ پخلے كړے او په معركه حق كښې د هند د بې دليله پوځي جارحيت په ضد د پاكستان د وسله والو ځواكونو د غوره كاميابۍ يې ستائنه كړې ۔ د شورو په ورځ قامي اسبملۍ كښې وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري قرارداد وړاندې كړٶ چې دا ايوان د قائداعظم محمد علي جناح او د قام د نورو مشرانو او بانيانو په قيادت كښې د تاريخي هلو ځلو او د قربانيو ستائنه كوي او هغوي ته پېزوئنې وړاندې كوي د چا د قربانيو په نتيجه كښې په 14م اګست كال 1947 كښې يو آزاد او خپلواكه مملکت پاکستان وجود وموندلو ۔ په قرارداد كښې د پاك پوځ او د سويلين اتلانو پشمول ھغه ټولو عناصرو د چا د عزم او قربانيو په سبب چې د قام تحفظ او استحكام باوري شو د ھغوي د عزم٬ حوصلې ٬ كردار او وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وشوه، د پاکستان اولس د حب الوطنۍ، اتحاد او د استقامت ستائنه وشوه څوك چې په سخت وخت كښې وسله والو ځواكونو سره په اوږه په اوږه ولاړ وو۔ په قرارداد كښې د قام عزت، وقار او د آزادۍ تحفظ لپاره قربانۍ وركوونكو شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ په قرارداد كښې د پاکستان امن، استحکام او ټولو ګاٶنډيانو هېوادونو سره د دوستۍ اړيكې كومې چې په برابرتيا ٬ په شريك احترام او د عدم مداخلت په اصولو اډانه وي د عزم پخلے وشو او د هر جارحيت په صورت د خپلواكۍ دفاع لپاره د غېر متزلزل عزم پخلے هم وشو ٬ په قرارداد كښې په ټولو وګړو زور راوړلے شو چې ھغوي د قرباني، نظم و ضبط او د قامي وياړ سره د پاكستان خوشحالۍ، اتحاد او پرمختګ لپاره په ګډه كار وكړي










