معركه حق يو نوې باب دے ٬ دا داستان كوم چې د كال 1947 څخه پېل شوے او نن هم ليكلے كيږي۔چوهدري سالك حسين

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي)د پاكستان د سمندر پورې بشري وسائلو وفاقي وزير چوهدري سالك حسين وئېلي دي معركه حق يو نوے باب دے او د دې اوږد داستان كوم چې د كال 1947 څخه پېل شوے او نن هم ليكلے كيږي٬دا محض يو پوځي ګټه نه بلكې د دې نظريې ګټه وه په كومه چې د پاكستان بنياد اېښودلے شوے و٬فيلډ مارشل سيد عاصم منير دور انديش …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي)د پاكستان د سمندر پورې بشري وسائلو وفاقي وزير چوهدري سالك حسين وئېلي دي معركه حق يو نوے باب دے او د دې اوږد داستان كوم چې د كال 1947 څخه پېل شوے او نن هم ليكلے كيږي٬دا محض يو پوځي ګټه نه بلكې د دې نظريې ګټه وه په كومه چې د پاكستان بنياد اېښودلے شوے و٬فيلډ مارشل سيد عاصم منير دور انديش او په حكمت اډانه مشرۍ كښې د هند جارحيت ناكامه شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ وركرز ويلفيئر فنډز(ډبليو ډبليو ايف) تر سيوري لاندې د آزادۍ ورځې په اړه راجوړې كړې دستورې ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔وفاقي وزير چوهدري سالك حسين ووئېل د نن دا دستوره نه يوازې د معركه حق يادګاري موقعې عكاس ده بلكې د پاكستان 78مې ورځې آزادۍ جشن دے٬زمونږ د تاريخ هر روښانه باب او بريا په اتحاد٬قربانۍ او يقين محكم استوار دے۔د پاكستان بقا او عزت محض د سرحدي كرښو نوم نه بلكې دا د يوې ژوندۍ نظريې تسلسل دے۔ده ووئيل دښمن چې زمونږ خپلواكي چېلنج كړه نو زمونږ پوځ ورته ووئيل پاكستان امن خوښې ضرور دے خو كمزورې نه٬دا هغه لمحه وه چې يوازې وسلو نه بلكې عزم٬نظم و ضبط او د ايمان طاقت پرېكنده كردار ادا كړے٬دا كاميابي د درېو عناصرو نتيجه وه چې پكښې د مشرتابه حكمت ٬ د پاك پوځ جرات او د قام دعاګانې او بشپړ ملاتړ شامل دے ۔ ده ووئېل كله چې قام او پوځ يو شي نو د نړۍ كوم هم طاقت ماتې نشي وركولې۔

مزید خبریں