خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرو په ضد هدفي كاروائۍ روانې دي۔ انجينئر امير مقام

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د خېبرپښتونخوا واكمنو په خوښه د ترهګرو په ضد په صوبه كښې هدفي كاروائې روانې دي، د دوي د قامي اسمبلۍ غړي دې د سياسي او په سوشل ميډيا د بيان وركولو په ځاے د خپلو صوبائۍ واكمنو په وړاندې احتجاج وكړي، مونږ ټول ترهګرۍ سره مخ يو كه دوي …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د خېبرپښتونخوا واكمنو په خوښه د ترهګرو په ضد په صوبه كښې هدفي كاروائې روانې دي، د دوي د قامي اسمبلۍ غړي دې د سياسي او په سوشل ميډيا د بيان وركولو په ځاے د خپلو صوبائۍ واكمنو په وړاندې احتجاج وكړي، مونږ ټول ترهګرۍ سره مخ يو كه دوي سره د عملياتو نه غېر د دې مسئلې بل حل وي نو مونږ دې خبر كړي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې انجينئر امير مقام ووئيل دا ځل د معركه حق په سبب د آزادۍ جشن په بشپړه جذبه او جوش سره لمانځلے كېږي٬ دا ورځ لا په جذبې سره لمانځل پكار ده، ده ووئېل قامي اسمبلۍ څخه د متفقه قرارداد په منظورۍ ايوان او قام له مباركي وركوم۔ وفاقي وزير ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي لپاره كه صوبائي واكمن بل كوم اپشن لري نو مونږ دې خبر كړي، د آپريشن نه غېر كه د دوي په ذهن كښې كه بل حل وي نو اګاه دې كړي ،ده ووئېل په پرېكړو كولو كښې د شريكو پاتې كېدو باجود سياسي پوائنټ سكورنګ لپاره د تورونو لګولو نه دې ډډه وكړې شي٬ په قول و فعل كښې تضاد نه دې پكار ۔

مزید خبریں