فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره اول نائب وزير دفاع او د آذربائيجان د پوځ چيف آف جنرل سټاف وليدل

پېنډۍ 13 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير آذربائيجان سره د پاكستان د ژورې ورورولۍ او د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو د عزم پخلے كړے دے۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره اول نائب وزير دفاع او د آذربائيجان د پوځ چيف آف جنرل سټاف كرنل …

پېنډۍ 13 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير آذربائيجان سره د پاكستان د ژورې ورورولۍ او د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو د عزم پخلے كړے دے۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره اول نائب وزير دفاع او د آذربائيجان د پوځ چيف آف جنرل سټاف كرنل جنرل كريم وليوف په جنرل هيډ كوارټرز (جي اېچ كيو) كښې ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په خاص توګه موجوده نړيوالې او د سيمه ايزې سلامتيا منظرنامې ته پام وګرځولے شو۔ سرلښكر آذربائيجان سره د پاكستان د ژورو اړيكو او د دوه اړخيزه لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع ده آذربائيجان او د آرمينيا ترمېنځه په كامياب امن تړون كرنل جنرل كريم وليوف له مباركي هم وركړه۔ د آذربائيجان د پوځ چيف آف جنرل سټاف كرنل جنرل كريم وليوف د معركه حق٬آپريشن بنيان مرصوص كښې د پاك پوځ د وظيفائي پوهې او كاميابو ستائنه وكړه٬ پلاوي د آزادۍ سالګرې او د بريا جشن لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔فيلد مارشل په معركه حق كښې د پاكستان اولس سره په ملګرتيا كولو او د آزادۍ ورځ په دستوره كښې په ګډون كولو لپاره د آذربائيجان د ډلې په رالېږلو د آذربائيجان د قيادت او اولس مننه وكړه۔ دواړو عسكري مشرانو دفاعي مرسته زياتولو او سيمه ايز امن او استحكام لپاره مشتركه هلو ځلو ته ودې لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔ په دې موقع كرنل جنرل كريم وليوف د آذربائيجان صدر الهام عليوف لخوا فيلډ مارشل عاصم منير ته پاكستان سره په پوځي مرسته كښې د خدمات په اعتراف د آذربائيجان باوقاره محب وطن جنګي تمغه وركړه۔ ده د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د غېر متزلزل هلو ځلو ستائنه وكړه او په دفاع او سلامتيا كښې مرسته زياتولو لپاره يې د آذربائيجان د عزم پخلے وكړو۔ كرنل جنرل كريم وليوف د پاكستان د تود هركلي او مېلمستيا او آذربائيجان لپاره په مستقل ملاتړ مننه وكړه۔ د دې نه وړاندې جي اېچ كيو ته په راتګ د پاك پوځ يوې چټك ډلې كرنل جنرل كريم وليوف ته په ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ ګران مېلمه په دې موقع د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر هم خپور كړو۔

مزید خبریں