اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د هېواد معيشت په مثبت لور روان دے، ټولې مهمې اشارې په بهترۍ دي او د كاروباريانو او صارفينو اعتماد تاريخي كچې ته رسېدلے دے۔ د اسلام آباد او پېنډۍ چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري كښې جلا جلا دستورو ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل زرعي آمدن په ټيكس نيټ كښې شامل كړے شوے ، …
ټيكس نېټ پراخه كول٬ د توان اصلاحات او د سرمايه كارو زياتېدونكے باور د معيشت د استحكام ثبوت دے۔ د خزانې وزير سينېټر اورنګزيب

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د هېواد معيشت په مثبت لور روان دے، ټولې مهمې اشارې په بهترۍ دي او د كاروباريانو او صارفينو اعتماد تاريخي كچې ته رسېدلے دے۔ د اسلام آباد او پېنډۍ چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري كښې جلا جلا دستورو ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل زرعي آمدن په ټيكس نيټ كښې شامل كړے شوے ، آئي پي پيز سره لوظنامې بيا د سره ترتيبول او د توان په څانګه كښې د اصلاحات په نتيجه كښې د بجلۍ په بيعه كښې كمے راغلے دے او په راتلونكي كښې د توان په خرڅونو كښې نور كمے متوقع دے۔ د خزانې وزير ووېيل پاليسي ريټ د 23 فيصد نه 11 فيصد ته راغلے او د نور كمي امكان دے٬ د پاكستان سټاك ايكسچينج د تاريخ لوړې كچې 145,976 پوائنټس ته رسېدلے٬ كومه چې د سرمايه كارو د باور واضحه څرګندونه ده ٬ دغسې د سي اي اوز په اعتماد كښې 84 فيصد اضافه رېكارډ شوې ده ۔ ده ووئيل نړيوالې مالياتي ادارې او ريټنګ ايجنسۍ د پاكستان د اصلاحات ستائنه كوي٬ فچ او يوې بلې نړيوالې اېجنسۍ لخوا د هېواد رېټنګ بهتر كړے شوے او درېمه اېجنسي به يې هم ډېر زر اپ ګرېډ كړي۔ وفاقي وزير اورنګزيب ووئيل حكومت د نجكارۍ عمل تندوي او د توان په څانګه كښې 78 كالو كښې په وړومبي ځل ټيرف اصلاحات پېل شوي٬ د توان خساره كمه شوې او د برېښنا بيعه لا كمولو لپاره ټاسك فورس هڅې كوي۔ ده ووئيل د حكومت ترجيح حقيقت پسندانه او مشاورتي پاليسي سازي ده۔ د بلال كياني په مشرۍ كښې په مياشتني بنيادونو چيمبرز سره به ملاقاتونه كېږي دغسې چې د صنعتكارو او سوداګرو د تحفظات په وخت ازاله وكړې شي۔ د خزانې وزير ووئيل مونږ ټول د يوې قافلې مسافر يو او منزل مو يو دے، پاكستان يو سوكاله٬ مضبوط او پرمختللے هېواد جوړول دي۔










