لاهور 13 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د پاكستان د خپلواكۍ په 78مې سالګره د قام سر په وياړ هسك دے ٬ پاكستان پوځ هند له بدترين ماتې وركړې چې دې ورسره په نړيواله كچه د پاكستان عزت زيات شوے٬ دا تاريخي بريا د پك پوځ د ناقابل شكست جذبې او د وظيفائي صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه …
د پاكستان د خپلواكۍ په 78مې سالګره د ټول قام سر په وزياړ هسك دے ٬ پاك پوځ هند له بدترينه ماتې وركړې چې ورسره په نړيواله كچه د پاكستان عزت زيات شوے۔ د وفاقي وزير عطاء تارړ

مزید خبریں
لاهور 13 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د پاكستان د خپلواكۍ په 78مې سالګره د قام سر په وياړ هسك دے ٬ پاكستان پوځ هند له بدترين ماتې وركړې چې دې ورسره په نړيواله كچه د پاكستان عزت زيات شوے٬ دا تاريخي بريا د پك پوځ د ناقابل شكست جذبې او د وظيفائي صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په ايوانِ قائداعظم جوهر ټاون كښې د آزادۍ ورځ او د معركه حق په لړ كښې دستورې ته د وېډيو لنك د لارې خپلې وېنا كښې وكړه ۔ د ستورې اهتمام اداره نظريه پاکستان كړے ؤ چې پكښې د زده كوونكو ترمېنځه تقريري مقابلو نه علاوه د انعامات تقسيمولو په زړه پورې دستوره هم شامله وه۔ په دستوره كښې ډائريکټر جنرل پريس انفارميشن ډيپارټمنټ شفقت عباس، پروفيسر عابد شيرواني، سيکرټري اداره نظريه پاکستان ناهيد عمران ګل، ايډيشنل سيکرټري سيف الله چوهدري، نوموړي خبريال او تجزيه کار عاصم نصير،استاذانو، زده كوٶنكو او د ټولنې د بېلا بېل مكتبه فكر شخصياتو په لويه شمېره ګډون وكړېو ۔ وفاقي وزير ووئيل د آزادۍ ورځ هر پاكستاني لپاره يو عظيمه موقع ده چې دوي د خپلې آزادۍ قدر وكړي او دا لا قوي كولو لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل پاك پوځ د دښمن د شپې په تياره كښې د بزدلانه بريد نه يوازې مقابله كړې بلكې ھغٶي ته ئې داسې ماتې وركړې چې په شا تللو مجبور شوي۔ ده ووئيل سپه سالار پاکستان فيلډ مارشل جنرل عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ د سهار مونځ نه وروستو ځوابي كاروائي پېل كړه ٬ چې دښمن ئې څه ته سم نه كړو او ھغوي ته يې داسې ماتې وركړه چې عمر له به ئې ياد ساتي٬ دې كاروائۍ د دښمن ارادې خاورې كړې او د پاكستان عسكري طاقت ته ئې په نړيواله كچه يو ځل بيا يو ځانګړے مقام وركړو ۔ وفاقي وزير د پاك پوځ ټولو اسفرانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړآندې كولو سره ووئيل د دوي مړانې٬ قربانيو او د وظيفائي پوهې په سبب نن ګرده نړۍ د پاك پوځ د عسكري قوت او نظم و ضبط په تسليمولو مجبور ده ۔ ده ووئيل دا بريا يوازې عسكري كاميابي نه ده بلكې د پاكستاني قام د اتحاد، ايمان او نظم و ضبط عظيم مثال دے٬ دې ګټې پاكستاني قام له دا باور وركړے چې ھغوي په هره سخته كښې د خپل وطن حفاظت او ترقۍ لپاره مقابله كولې شي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ د اداره نظريه پاکستان انتظاميه ته په شاندار هلو ځلو پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دا اداره د پاکستان د نظرياتي تشخص رامخې ته كولو او په نوي كول كښې وطن سره د مينې٬ د تحريك پاكستان مقاصد او د قامي يووالي جذبې ته په ودې وركولو كښې كليدي كردار لوبوي۔ ده زياته كړه چې داسې دستورې نوے كول د خپل تاريخ٬ كلتور او قامي اقدارو سره د تړلو يوه موثره ذريعه ده۔ وفاقي وزير د ادارې د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل دا دستوره نه يوازې د آزادۍ ورځ جذبه ژوندۍ ساتلو سبب جوړ شوې بلكې زده كوونكو ته د خپلو خيالاتو د اظهار او د قام سره په وياړ د اودرېدو موقع هم وركړې ۔عطاء تارړ د خپلې وېنا په پائې كښې دعا وكړه چې لوي څښتن دې پاكستان تل سلامت ساتي او پاكستان دې د پرمختګ لوړې كچې ته ورسوي۔ ده د ستورې په پائې كښې په تقريري مقابلو كښې پوزيشن ترلاسه كوونكو زده كوونكو (هلكانو او جينكو) ته انعامونه وركړل










