اسلام آباد كښې د 50 نه تر 55 جوماتونو د منتقلۍ خبرونه صداقت نه لري٬ د مدني مسجد او مدرسه منتقلي د اته مياشتو د مشاورت نه وروستو شوې۔ وزير مملکت طلال چوهدري

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي اسلام آباد كښې د 50 نه تر 55 جوماتونو د منتقلۍ په خبرونه صداقت نه لري ٬ د مدني مسجد او مدرسه منتقلي شپه په شپه نه بلكې د اته مياشتو د مشاورت نه وروستو شوې٬ د جومات او مدرسې ودانۍ غورځولو په وخت علمائے كرام هلته موجود وو۔ د شورو په ورځ قامي …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي اسلام آباد كښې د 50 نه تر 55 جوماتونو د منتقلۍ په خبرونه صداقت نه لري ٬ د مدني مسجد او مدرسه منتقلي شپه په شپه نه بلكې د اته مياشتو د مشاورت نه وروستو شوې٬ د جومات او مدرسې ودانۍ غورځولو په وخت علمائے كرام هلته موجود وو۔ د شورو په ورځ قامي اسبملۍ كښې ده ووئيل تېره ورځ ايوان ته په دې حواله تفصيلات وركړے شوي وو، په دې معامله وړومبے مولانا غفور حېدري سره ملاقات شوے ٬ بيا د علمائے كرامو په موجودګۍ كښې خبره وشوه۔ ده واضحه كړه چې د جوماتونو په منتقلۍ په يوه خبره هم غور نه دې روان ٬ د دې سپيناوې شوے دے۔

مزید خبریں