پاكستان د ټل پاتي پرمختګ په لاره روانولو لپاره سياسي استحكام ٬ د پالېسيو تسلسل٬ښه واكمني او اداره جاتي اصلاحات ضروري دي ۔احسن اقبال

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان په تل پاتي پرمختګ په لاره روانولو لپاره سياسي استحكام٬ د پالېسيو تسلسل٬ښه حكمراني او اداره جاتي اصلاحات ضروري دي ۔د شورو په ورځ ينګ ډيويلپمنټ فيلوشپ پروګرام ته خطاب كولو په مهال ده ووئيل په نړۍ كښې كوم هم قام تر هغه وخت پرمختګ نشي كولې تر څو …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان په تل پاتي پرمختګ په لاره روانولو لپاره سياسي استحكام٬ د پالېسيو تسلسل٬ښه حكمراني او اداره جاتي اصلاحات ضروري دي ۔د شورو په ورځ ينګ ډيويلپمنټ فيلوشپ پروګرام ته خطاب كولو په مهال ده ووئيل په نړۍ كښې كوم هم قام تر هغه وخت پرمختګ نشي كولې تر څو چې ناامني او د انتشار خاتمه نه وي٬پالېسو كښې لږ تر لږه تر يو لسيزې تسلسل په ځاے ونه ساتلے شي او ادارې په جديد خطوط استوار نه كړی شي۔وفاقي وزير ووئيل په تېر وخت كښې پرمختيائي وژنز او منصوبې(وژن2010 او وژن 2025)د خپل افاديت باوجود مطلوبه نتيجې ځكه ورنه كړې ځكه چې د هغې لپاره سازګار ماحول٬سياسي استحكام او د پالېسۍ تسلسل ورنكړے شو ۔ده ووئيل د كاميابو هېوادونو پشان جاپان٬چين او د سنګاپور پالېسۍ لږ تر لږه تر 10 كلونو تسلسل لري او سياسي استحكام يې باوري كړے د كوم په سبب چې هغه د تند رفتاره پرمختګ كښې كامياب شوي۔وفاقي وزير ووئيل كال 2022 كښې كله چې پاكستان سخت معاشي بحران سره مخ ؤ او په نړۍ كښې شرطونه لګيدل چې هېواد به په يو څو اونيو كښې ډيفالټ شي٬هغه مهال سخت خو جرات مندانه پريكړو كولو سره رياست بچ كړے شو ۔د دې اقداماتو په نتيجه كښې د ګرانۍ شرح 38 فيصد نه 4.5 فيصد ته راوستلې شوې٬ كومه چې 2016 نه پس تر ټولو ټيټه كچه ده۔پالېسي ريټ د 23 فيصد څخه 11 فيصد ته راغلے دے۔د روپۍ قدر مستحكم شوے او د اسټاك ماركيټ هنډرډ انډيكس تاريخي لوړې كچې 145976 پوائنټس ته رسېدلے ۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل په 2047 كښې كله چې پاكستان د خپلې آزادۍ 100 كاله بشپړ كړي٬ ځوان كول د دې قابل پكار دے چې هېواد يو قوي٬خوشحال او لږ تر لږه 3 كهرب ډالر معيشت ولري ۔

مزید خبریں