اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي نائب صدر سينيټر شيري رحمان وئېلي دي پاكستان او امريكې په وړومبي ځل بي ايل اے غوندې ډلو په ضد په ګډه كاروائي كولو ته اتفاق كړے دے ٬ امريكې د پاكستان په ترهه ګرو ډلو د قابو موندلو ساتئنه كړې ده ٬هند ښكاره د بي ايل اے پشان ترهه ګرو ډلو په ملاتړ كولو بلوجستان كښې عدم استحكام راپېدا …
امريكا په وړومبي ځل د بي ايل اے غوندې ډلو په ضد پاكستان سره په شرېكې كاروائي كولو ته اتفاق كړے۔شيري رحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي نائب صدر سينيټر شيري رحمان وئېلي دي پاكستان او امريكې په وړومبي ځل بي ايل اے غوندې ډلو په ضد په ګډه كاروائي كولو ته اتفاق كړے دے ٬ امريكې د پاكستان په ترهه ګرو ډلو د قابو موندلو ساتئنه كړې ده ٬هند ښكاره د بي ايل اے پشان ترهه ګرو ډلو په ملاتړ كولو بلوجستان كښې عدم استحكام راپېدا كوي۔د شورو په ورځ په سوشل ميډيا پليټ فارم”ايكس”پاك امريكا اړيكو په اړه خپل پېغام كښې دې ووئيل د پاكستان او امريكې ترمينځه اسلام آباد كښې د ترهه ګرۍ په مخ نيوي خبرې شوي ٬دواړو هېوادونو د مركزي نكتو سره د ترهه ګرۍ مخ نيوي مرستې زياتولو اتفاق هم كړے٬شريكه اعلاميه كښې په وړومبي ځل كالعدم بي ايل اے٬داعش خراسان او د تحريك طالبان پاكستان ذكر شوے ٬ امريكې په وړومبي ځل د بي ايل اے پشان ډلو په ضد پاكستان سره په ګډه كاروائيو ته اتفاق كړے۔دې ووئيل په تېر وخت كښې كومه شريكه اعلاميه كښې د كالعدم بي ايل اے نيغ په نيغه ذكر نه دې شوے ٬دا اقدام د پاك امريكا سيكيورټي او ترهه ګرۍ مخ نيوي مرستې له د زياتوالي څرګندونه ده٬امريكې د هند په اپريل 22مه پهلګام بريد كښې د پاكستان د لاس لرلو تور تسليم نه كړو۔شيري رحمان ووئيل امريكې د پاكستان ترهه ګرو ډلو په قابو كولو كښې د كاميابۍ ستائنه كړې۔دې ووئيل د امريكې دريځ څخه واضحه شوې چې واشنګټن پاكستان په منطقه كښې مسئله نه بلكې حل ګڼي۔شيري رحمان ووئېل شريكه اعلاميه كښې د ترهه ګرۍ د هر شكل او صورت د خاتمې د عزم پخلے كشوے ٬دا اعلاميه د امريكې خارجه محكمې لخوا بي ايل اے او مجيد بريګيډ غېر ملكي ترهه ګر تنظيم ګرځولو يوه ورځ پس جاري شوې٬دا پېش رفت د پاكستان لپاره لويه سفارتي كاميابي ګرځولې شوې۔دې ووئيل امريكې د جعفر ايكسپرېس او خضدار سكول بس په بريد كښې د وګړو او امنيتي ځواكونو په مرګونو غمرازي ښكار كړې۔شيري رحمان ووئيل دواړو پلاويو اداره جاتي ډهانچې قوي كولو او د امنيتي چېلنجونو مخ نيوي صلاحيت زياتولو په اهميت زو راوړے٬دغسې دواړو هېوادونو د ټېكنالوجيز د ترهه ګرۍ په توګه د كارولو مخ نيوي په ضرورت اتفاق كړے٬ پاكستان او امريكې د ملګرو ملتونو پشمول ګڼ فورمز كښې نزدې مرستې له عزم كړے ۔۔۔دې ووئيل د صدر ډونلډ ټرمپ دويم په پاك امريكا ترهه ګرۍ مخ نيوي اړيكو كښې ساه اچولې٬په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه اعلٰی كچ دورو او ملاقاتونو كښې اضافه شوې۔شيري رحمان ووئيل د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل جنرل عاصم منير په دې وروستيو ورځو كښې اعلٰی كچ مهم ملاقاتونه كړي٬پاكستان د امريكې په انټيلي جنس عمل كولو سره د كابل هوائي مېدان بريد كونكے ماسټر مائنډ په نيولو امريكې ته سپارلے ٬په دې مرسته صدر ټرمپ خپل سټيټ آف دي يونين خطاب كښې د پاكستان ښكاره ستائنه كړی ده ۔










