د وفاقي حکومت په ټولو روغتونونو كښې د رنځورانو ټېسټ كېږي۔ د روغتيا وفاقي وزير

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د وفاقي حکومت په ټولو روغتونونو كښې په امروزه بنياد د رنځورانو ټېسټ كېږي٬ د اړين وخت له مخې رپورټس جاري كېږي٬ ځينې ټېسټونو كښې د لسو نه تر 15 ورځو وخت لګي٬ د شېر افضل مروت په پوښتنه د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ په تحريري توګه خبر كړے شو چې د وفاقي حكومت …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د وفاقي حکومت په ټولو روغتونونو كښې په امروزه بنياد د رنځورانو ټېسټ كېږي٬ د اړين وخت له مخې رپورټس جاري كېږي٬ ځينې ټېسټونو كښې د لسو نه تر 15 ورځو وخت لګي٬ د شېر افضل مروت په پوښتنه د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ په تحريري توګه خبر كړے شو چې د وفاقي حكومت په ټولو روغتونونو كښې ليبارټري ټيسټونه او د ريډيالوجي طريقه کار لپاره انتظار كول نه وي ٬ يو شمېر داسې ټېسټونه شته چې رپورټس ئې په ورځ كښې راځي ۔د وينې کلچر، د متيازو کلچر، تپ دق او جين ايکسپرټ رزلټ لپاره د 24 نه تر 72 ساعتو وخت پكار وي دغسې د اېف اېن اے د فائن ميډل ايسپريشن سائټولوجي او د هسټو پيتھالوجي پراسيسنګ لپاره لس ورځې پكار وي۔

مزید خبریں