اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د معرکه حق بريا سره د آزادۍ جشن ځانګړے او يو په دوه شوے دے ۔ د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل قام دا مهال نه يوازې د آزادۍ ورځ جشن لمانځي بلكې د معركه حق بريا جشن هم په بشپړه جوش او …
د معرکه حق په بريا د آزادۍ جشن ځانګړے او يو په دوه شوے۔ عطاء تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د معرکه حق بريا سره د آزادۍ جشن ځانګړے او يو په دوه شوے دے ۔ د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل قام دا مهال نه يوازې د آزادۍ ورځ جشن لمانځي بلكې د معركه حق بريا جشن هم په بشپړه جوش او جذبه سره لمانځلے كېږي٬ لوي څښتن مونږ ته د آزادۍ نعمت رابخښلے او په مونږ په آزاد ماحول كښې ساه اخلو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ماشومان خو څه چې مشران ه م شنو بېرغونو سره د كورونو نه راوتي دي او خلق د خپلو كورنيو سره د پارلمان ودانۍ پشمول نورو مهمو ودانيو مخې ته قامي بېرغ په لاس خوشحالۍ كوي۔ ده ووئيل دا مهال مونږ ټول پاكستانيان يو٬ د پاكستاني قام په حېث مونږ د ازادۍ جشن لمانځو۔ دا جشن هند لپاره هم يو واضحه پېغام دے چې ژوندي قامونه د خپلې آزادۍ جشن او د بريا خوشحالي په كوم ډول لمانځي۔ ده ووئيل نن د شپې په دولس بجې به د اسلام آباد پشمول د ګرد هېواد په بېلا بېلو ښاريو كښې د شاندار آتش بازۍ مظاهره كېږي كومه چې به په ټي وي نيغ په نېغه ښودلې شي٬ په اسلام آباد كښې هم لويه دستوره كېدونكې ده٬ د جشن آزادۍ په دستورو كښې به ملي نغمې او پرېډ هم شامل وي۔ وفاقي وزير عطا تارړ ووئيل د زيارت په ورځ سهار به د هېواد په بېلا بېلو ځايونو كښې د بېرغ هسك كولو دستورې كېږي، په شکرپړياں پريډ ګراٶنډ كښې هم د خاص دستورې اهتمام شوے دے٬ په پي ټي وي به د شپې اته بجو نه تر دولس بجو د جشن آزادۍ دستورې نېغ په نېغه خپرولې شي، ټول قام او ګرده نړۍ به دا ګوري۔ وفاقي وزير ټول قام ته د جشن آزادۍ او د معرکه حق په بريا مباركي وركولو سره ووئيل دا تاريخي موقع د پاکستان د اتحاد، عزم او حوصلې يو زرين علامت دلري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په مري كښې په شوې غونډه كښې په ضمني انتخابات مشاورت شوے ٶ، مريم اورنګزېب د هېواد نه بهر وه او زما يو ورور حلقې څخه كانديد دے ٬ دې لپاره زه په غونډه كښې شريك شوے نه ووم۔










