حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي، په معرکه حق كښې د پاکستان په نړيواله كچه عظمت زيات شوے ۔اسحاق ډار

لاهور 13 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي، په معرکه حق كښې د پاکستان په نړيواله كچه عظمت زيات شوے، د وزيراعظم ډلې به معاشي او سفارتي محاذ كاميابۍ ترلاسه كوي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د داتا ګنج بخش علي هجويريؒ عرس دستورو پرانستې نه وروستو ميډيا سره كړې۔ په دې موقع وفاقي …

لاهور 13 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي، په معرکه حق كښې د پاکستان په نړيواله كچه عظمت زيات شوے، د وزيراعظم ډلې به معاشي او سفارتي محاذ كاميابۍ ترلاسه كوي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د داتا ګنج بخش علي هجويريؒ عرس دستورو پرانستې نه وروستو ميډيا سره كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير عبدالعليم خان، صوبائي وزير بلال يسين او نور هم موجود وو۔ اسحاق ډار ووئيل زه صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف، د مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف، وزيراعلي مريم نواز او نورو ته حضرت داتا ګنج بخش د 982م عرس مباركي وركوم۔ اسحاق ډار ووئيل زائرين دې په دعاګانو كښې د پاكستان ترقۍ او سوكالۍ لپاره هم دعاګانې اوغواړي، پاکستان بيا د پرمختګ په لور روان دے٬ په معيشت او سفارتي اړيكو كښې بهتري راروانه ده، دا سلسله به تر ھغې روانه وي تر څو چې پاكستان د اسلام مضبوطه قلعه نه وې جوړه شوې، اګرچه دا سفر اوږد دے خو پېل يې شوے دے۔ ده ووېيل جشن آزادي او عرس مبارك يو ځاے راغلي٬ جشن آزادي دې هم تاسو ټولو ته مبارك شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب اسحاق ډار ووئيل د پاكستان حكومت د فلسطين ملاتړ كوي٬ د اسلامي تنظيم غونډه به ډېره زر په جده كښې كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان په هر فورم واضحه كړې ده كه زمونږ د اوبو لاره ونيولې شوه نو دا به جنګ تصور كوٶ، د نړيوال قوانين له مخې د دواړو ډلو په خوښه سره لوظنامه ختمېدې شي مونږ د اوبو د ېو څاڅكي كمے هم به برادشت نه كړو۔

مزید خبریں