فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره اول نائب وزير دفاع او د آذربائيجان د پوځ چيف آف جنرل سټاف وليدل

پېنډۍ 13 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير آذربائيجان سره د پاكستان د ژورې ورورولۍ او د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو د عزم پخلے كړے دے۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره اول نائب وزير دفاع او د آذربائيجان د پوځ چيف آف جنرل سټاف کرنل …

پېنډۍ 13 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير آذربائيجان سره د پاكستان د ژورې ورورولۍ او د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو د عزم پخلے كړے دے۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره اول نائب وزير دفاع او د آذربائيجان د پوځ چيف آف جنرل سټاف کرنل جنرل کريم وليوف په جنرل هيډ کوارټرز (جي اېچ کيو) كښې ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په خاص توګه موجوده نړيوالې او د سيمه ايزې سلامتيا منظرنامې ته پام وګرځولے شو۔ سرلښكر آذربائيجان سره د پاکستان د ژورو اړيكو او د دوه اړخيزه لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع ده آذربائيجان او د آرمينيا ترمېنځه په كامياب امن تړون کرنل جنرل کريم وليوف له مباركي هم وركړه۔ د دې نه وړاندې جي اېچ كيو ته په راتګ د پاك پوځ يوې چټك ډلې کرنل جنرل کريم وليوف ته په ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ ګران مېلمه په دې موقع د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر هم خپور كړو۔

مزید خبریں