د پاکستان او آذر بائيجان ترمېنځه تجارت، معيشت او د سيمه ايزو رابطو ودې ته اړتيا ده۔ صدر مملکت آصف علي زرداري

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د آذربائيجان سفير خازر فرهادوف په ايوان صدر كښې ليدلي دي ٬ صدر مملکت د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت، معيشت او د سيمه ايزو رابطو د ودې په ضرورت زور راوړے ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت د پاکستان او آذربائيجان د ورورولۍ اړيكې …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د آذربائيجان سفير خازر فرهادوف په ايوان صدر كښې ليدلي دي ٬ صدر مملکت د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت، معيشت او د سيمه ايزو رابطو د ودې په ضرورت زور راوړے ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت د پاکستان او آذربائيجان د ورورولۍ اړيكې د دواړو هېوادونو په ګټه كښې په لا مستحكم كولو زور راوړو ۔ صدر مملکت ووئيل نېغ په نېغه فضائي روابطو سره به تجارتي او د اولسي اړيكو نوې موقعې راپېدا شي ۔ ده د آذربائيجان او آرمينيا د امن په تاريخي لوظنامه سفير له مباركي هم وركړه۔ ده ووئيل د امن تړون كښې د اوږدې مودې استحكام او د خوشحالۍ ضمانت دے٬ پاکستان د شخړو هواري لپاره په خبرو اترو او په سوله ايزو ذريعو باور لري۔

مزید خبریں