اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د نیشنل هیریټیج اینډ کلچر ډویژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره د آذربائيجان سفير خضرفرهادوف د نهې په ورځ د ده په دفتر كښې ليدلي۔ په ملاقات كښې سفير د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتور مرستې ته لا ودې لپاره ځينې تجاويز وړاندې كړل چې پكښې د كلتور تبادلو كښې زياتوالے٬ د شريكې موسيقي ترويج او د ورثه تحفظ پروژو كښې همكاري …
د قامي ورثه او كلتور ډویژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د نیشنل هیریټیج اینډ کلچر ډویژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره د آذربائيجان سفير خضرفرهادوف د نهې په ورځ د ده په دفتر كښې ليدلي۔ په ملاقات كښې سفير د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتور مرستې ته لا ودې لپاره ځينې تجاويز وړاندې كړل چې پكښې د كلتور تبادلو كښې زياتوالے٬ د شريكې موسيقي ترويج او د ورثه تحفظ پروژو كښې همكاري شامل ده ۔ده د 2024 نه تر كال 2029 د كلتور تبادلې په پروګرام د بشپړ عملدرآمد په ضرورت زور راوړو كوم چې جولائي 2024 كښې د آذربائيجان صدر د پاكستان سركاري دورې په مهال لاس ليك شوے ؤ ۔سفير آذربائيجان كښې د 18 نه تر 28 ستمبر د راجوړېدونك نړيوال ميوزك فيسټيول هم ذكر وكړو كوم به چې د نامتو آذربائيجاني موسيقار ازير اجي بيوف په ياد كښې تابيا كيږي۔دا فيسټيول به د هییدر علییف فائونډیشن او آذربائیجان كلتور وزارت په مرسته كيږي او په دې كښې به د امريكې٬ كوريا٬ المان٬ سوئټزرلينډ٬ فرانس٬ تركيه او د نورو هېوادونو فنكار ګډون كوي۔ سفير وړاندېز وركړو چې د پاكستان ريډيو دې د دې فېسټول په مهال د آربائيجان موسيقي اولس ته وړاندې كړي او په كلتوري ځايونو دې په دې حقله خاص دستورې وكړې شي د كومو مواد به چې آزربئيجان وركوي٬ دغسې سفير د آزر بائيجان كلچرل هيرېټېچ ان دي ورلډ منصوبه كښې د پاكستان د مرستې كولو خواست هم وكړو د كومې مقصد چې د آزربئيجان كلتور ته وده وركول او تحفظ كول دي۔ د دې منصوبې تر مخه به په ټوله نړۍ كښې ميوزيمز ٬ كتب خانو ٬ آركائيوز په شخصي محموعو كښې آزرئايجان فن پارو ٬ مجسمو ٬ مخطوطات او د نوادرات دستاوېز بندي او نمائش كولې شي۔وفاقي وزير اونګرزېب كهچې د سفير هر كلي كولو سره وئوېل د پاكستان او آزربائيجان تر مينځه اړيكې په شريكو اسلامي اقدارو آ يو ډوا روايات او په اولسي روابطو اډاڼه دي : د د څپلې آزربائيجان دورې ذكر كولو سره د آزربائيجان د مېلمستيا او د كلتور دولت ستائنه وكړه او د نوو كلتوري منصوبو لپاره يې د پشپر مرستې كولو باور وركړو۔ وزير فېسټول ته د پاكستانو هنر مكندو د لېږلو او د آزربائيجان كلتوري ډلو ته پتاكستان كښې د خپل فن موسيقۍ او آړټس څرګندولو بلنه وركړھ ۔ دواړو ډلو د كلتوري مرستې زياتولو٬ د ورثه او كلتور د موجوده لوظ نامو تجديد او اولسي روابط په وده اتفاق وكړو ۔سفير پاكستانو ادارو كښې د آذربائيجان كلتور اړخونه د اړيكو قوي كولو په لور يو مهم ګام وګرځولو۔










