اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقیق وفاقي وزیر رانا تنویر حسین وئيلي دي د كروندګر تحفظ، د تخم معیار ښه كول او د پاكستان زراعت د نړيوالو تګلارو له مخې روانول د حكومت مشن دے،مونږ چې كوم هم اقدام كوو هغه به د تخمونو ښه كولو او د زراعت سباؤن محفوظولو له وي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزیر په خپله مشرۍ كښې د …
د كروندګر تحفظ، د تخم معیار ښه كول او د پاكستان كر كېله د نړيوالو تګلارو له مخې روانول د حكومت مشن دے۔رانا تنویر حسین

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقیق وفاقي وزیر رانا تنویر حسین وئيلي دي د كروندګر تحفظ، د تخم معیار ښه كول او د پاكستان زراعت د نړيوالو تګلارو له مخې روانول د حكومت مشن دے،مونږ چې كوم هم اقدام كوو هغه به د تخمونو ښه كولو او د زراعت سباؤن محفوظولو له وي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزیر په خپله مشرۍ كښې د نېشنل سیډ ډویلپمنټ اینډ ریګولیټري اتھارټي د بورډ آف ګورنرز څلورمي غونډي په مهال وكړه۔په غونډه كښې د وزارت سینئر افسرانو، صوبائی زرعي محكمو نمائندګانو، تحقیقی ادارو او نجی څانګې اسټیك هولډرز ګډون وكړو۔وفاقی وزیر د دې خبري پخلے وكړو چې معیاري تخم د زرعي پیداوار او ګټي بنیاد دے او دا اعلان ئې وكړو چې د كروندګرو د ګټې تحفظ ته خاص پام لرنه كوو،كومې لپاره چې د تخم په اړه د قوانین په سختۍ سره نفاذ، شفاف ضابطه كاري او د بدعنوانۍ په ضد به زیرو ټالرنس خپلولې شي۔د ادارې كاركردګی ښه كولو له وفاقي وزیر د فنانس او پلاننګ كمېټۍ جوړولو سپارښتنه وكړه كومه به چې مالیاتي ګورننس قوي كړي۔ده زور راوړو چې دا اقدام به د اتھارټی چارو كښې سپېځلتيا او كاركردګي باوري كړي۔










