د خزانې او محصولات وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب په مشرۍ كښې د پاكستان ورلډ اكنامك فورم سره د شراكت دارۍ په تګلاره د كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب په مشرۍ كښې د پاكستان ورلډ اكنامك فورم (ډبلیو ای ایف) سره د شراكت دارۍ تګلاري ترسره كولو له د كمېټۍ غونډه د خزاني په وزارت كښې د نهې په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د انفارمېشن ټیكنالوجی او ټیلی كام وفاقي وزیري شزا فاطمه خواجه، د موسمیاتي بدلون وفاقي وزیر ډاكټر مصدق ملك (آن لائن)، د …

اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب په مشرۍ كښې د پاكستان ورلډ اكنامك فورم (ډبلیو ای ایف) سره د شراكت دارۍ تګلاري ترسره كولو له د كمېټۍ غونډه د خزاني په وزارت كښې د نهې په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د انفارمېشن ټیكنالوجی او ټیلی كام وفاقي وزیري شزا فاطمه خواجه، د موسمیاتي بدلون وفاقي وزیر ډاكټر مصدق ملك (آن لائن)، د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان، د خزاني وزیر مملكت بلال اظهر كیاني او سپیشل انویسټمنټ فسیلیټیشن كونسل ، بورډ آف انویسټمنټ ، نېشنل كمیشن آن دی سټیټس آف ویمن ، نیشنل ووكیشنل اینډ ټیكنیكل ټریننګ كمېشن سینئر چارواكو او د وزیراعظم چیف كوآرډینیټر مشرف زیدی ګډون وكړو۔وفاقي وزير د غونډي مقاصد او د وزیراعظم د اړخه تيره اوونۍ كښې جوړه شوې كمېټۍ په مینډیټ رڼا واچوله چې مقصد ئې ورلډ اكنامك فورم سره د پاكستان شراكت داری لا قوي كولو سره د سرمایه كارۍ، جدت او معاشی پرمختګ موقعې ترلاسه كول دي۔ګډون كوونكو تجاویز وړاندې كړل او په تګلاره ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه دغسې چې ورلډ اكنامك فورم كښې د پاكستان قائدانه كردار قوي كړے شي،په خاص توګه په داسې رابطو زور راوړلے شو كومې چې د پاكستان اولس او په خاص توګه ميرمنو، ځوانانو او كاروباری طبقې لپاره كوټلي ګټي وركړي۔

مزید خبریں