د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب چيف جسټس، جسټس يحييٰ آفريدي سره وليدل

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د نهې په ورځ د سپريم كورټ آف پاكستان چيف جسټس، جسټس يحييٰ آفريدي سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال چيف جسټس د سپريم کورټ په جاري اصلاحاتي هلو ځلو رڼا واچوله چې مقصد ېې اولس ته په وخت انصاف رسول٬ عدالتي نظام په جديد ډول سمول، د ټيکس په اړه د مقدمو درجه بندي …

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د نهې په ورځ د سپريم كورټ آف پاكستان چيف جسټس، جسټس يحييٰ آفريدي سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال چيف جسټس د سپريم کورټ په جاري اصلاحاتي هلو ځلو رڼا واچوله چې مقصد ېې اولس ته په وخت انصاف رسول٬ عدالتي نظام په جديد ډول سمول، د ټيکس په اړه د مقدمو درجه بندي او د ټيکنالوجۍ په بنياد سروس ډيليوري ښه كول دي۔ چيف جسټس په دې خبره زور راوړو چې د متبادل شخړو حل له د (اے ډي آر) نظام کاميابي ډېره ضروري ده كوم چې د ټېكس په اړه د شخړو په وخت حل لپاره نافذ كړے شوے دے۔ ده ووئيل په دې نظام كښې حقيقي كاميابۍ لپاره د حكومت د پرله پسې معاونت په ضرورت زور راوړو۔ د دې نه علاوه چيف جسټس د خزانې وزير خبر كړٶ چې دا مهال په جوډيشل اکيډمۍ كښې جوډيشل افسرانو او د اېس اي سي پي غړو لپاره د تربيتي سيشنز روان دي او ډېر زره به د دې نوعيت تربيه د مسابقتي كمېشن آف پاكستان چارواكو ته هم وركولې شي۔ وفاقي وزير د عدليه د اصلاحاتي ايجنډې ستائنه وكړه او د عدالتي پرمختيائي منصوبو لپاره د اړين وسائلو په وخت رسولو كښې يې د حكومت د مرستې باور وركړو۔ دواړو ډلو د قانون سرلوړۍ او د وګړو د بنيادي حقونو تحفظ لپاره د عدليه او انتظاميه ترمېنځه د كوټلو هلو ځلو په اهميت اتفاق وكړو۔

مزید خبریں