پاكستانو ځوانانو٬لوبو٬تعليم٬سائنس او ټېكنالوجۍ او نورو څانګو كښې خپل صلاحيتونه ښودلې دي۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع پېغام

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي ځوانان د قام روښانه سباؤن دے٬ پاكستانو ځوانانو٬لوبو٬تعليم٬سائنس او ټېكنالوجۍ او نورو څانګو كښې خپل صلاحيتونه ښودلې دي۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د ځوانانو نړيوالې ورځې په خپل پېغام كښې په ټوله نړۍ په خاص توګه پاكستانو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د پاكستان آبادۍ نزدې 60 فيصده …

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي ځوانان د قام روښانه سباؤن دے٬ پاكستانو ځوانانو٬لوبو٬تعليم٬سائنس او ټېكنالوجۍ او نورو څانګو كښې خپل صلاحيتونه ښودلې دي۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د ځوانانو نړيوالې ورځې په خپل پېغام كښې په ټوله نړۍ په خاص توګه پاكستانو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د پاكستان آبادۍ نزدې 60 فيصده په ځوانانو مشتمل ده كومه چې د هېواد تر ټولو لويې طاقت او پرمختګ ضمانت دے٬تعليم٬د جديد علوم او ټېكنالوجۍ د لارې ځوانان د هېواد په پرمختګ كښې مركزي كردار ادا كولې شي۔ده ووئيل پاكستانو ځوانانو٬لوبو٬تعليم٬سائنس او ټېكنالوجۍ او نورو څانګو كښې خپل صلاحيتونه ښودلې دي او د هېواد او قام نامه يې په ټوله نړۍ كښې روښانه كړې ده ۔د سينيټ چيئرمېن په ځوانانو زور راوړو چې هغوي د قائداعظم محمد علي جناح او علامه اقبال وژن سره د هېواد خذمت خپل مقصد وګرځوي۔ده ووئيل ځوانان خپلواكه جوړول٬هدوي ته يو برابر موقعې وركول او د مسئلو حل كښې شريك كول زمونږ قامي ذمه واري ده۔

مزید خبریں