د سينيټ چيئرمېن صلاحكار مصباح كهر د بيلجيئم سفير سره ملاقات٬ د پارليماني روابطو په وده٬راتلونكې نړيوال پارليماني فورمز كښې په شموليت د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن صلاحكار مصباح كهر د بيلجيئم سفير چارلس ايدسبالډوان ډير ګراخت ډي رومر زويل سره ملاقات كړے٬په ملاقات كښې دوه اړخيزه پارليماني روابط ته په لا وده وركولو٬ د نړيوالې مرستې په نوو موقعو او راتلونكې نړيوال پارليماني فورمز كښې په شموليت د خيالاتو څرګندونه شوی۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې مصباح كهر د بيلجيئم سفير انټر پارليمنټري سپيكرز …

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن صلاحكار مصباح كهر د بيلجيئم سفير چارلس ايدسبالډوان ډير ګراخت ډي رومر زويل سره ملاقات كړے٬په ملاقات كښې دوه اړخيزه پارليماني روابط ته په لا وده وركولو٬ د نړيوالې مرستې په نوو موقعو او راتلونكې نړيوال پارليماني فورمز كښې په شموليت د خيالاتو څرګندونه شوی۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې مصباح كهر د بيلجيئم سفير انټر پارليمنټري سپيكرز كنفرنس اغراض او مقاصد او وژن نه خبر كړو۔ده ووئيل دا يو نوے او متحرك نړيوال پليټ فارم دے كوم چې د ټولې نړۍ پارليمانونو ترمينځه مرستې او د روابط ودې لپاره جوړ كړے شوے۔دا مهال د 45 بېلو هېوادونو پارليماني سپيكرز د دې پليټ فارم برخه دي ۔ده ووئيل په دې وروستيو كښې ملائېشيا كښې راجوړو شوو ټاكنو كښې د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په متفقه توګه د دې تنظيم وړومبے صدر ټاكلے شوے كوم چې دنړيوالې پارليماني سفارتكارۍ وده كښې د پاكستان د فعاله قيادت ثبوت دے۔په ملاقات كښې د بيلجيئم سفير په 11 او 12 نومبر 2025 اسلام آباد كښې د آئي ايس سي غونډې تيارو نه هم خبر كړے شو چې پكښې د كنفرنس ايجنډې٬مجوزه سيشنز٬موضوعاتي ترجيحات او ټولې نړۍ څخه د اعلٰی كچ پلاويو متوقع ګډون باندې رڼا واچولې شوه ۔۔

مزید خبریں