اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي په باجوړ كښې كوم نوے آپرېشن نه كيږي٬هلته د خوارجو او ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع د صوبائي حكومت او ځايې مشرانو په مشاورت كاروائي كيږي٬د اطلاعات په بنياد په هېواد كښې هره ورځ د 190 څخه زياتې كاروائي كيږي۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم د قبائېلي چارو خاص مرستيال …
په باجوړ كښې كوم نوېے آپرېشن نه كيږي٬هلته د خوارجو او ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع د صوبائي حكومت او ځايې مشرانو په مشاورت كاروائي كيږي۔د كورنيو چارو وزير مملكت

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي په باجوړ كښې كوم نوے آپرېشن نه كيږي٬هلته د خوارجو او ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع د صوبائي حكومت او ځايې مشرانو په مشاورت كاروائي كيږي٬د اطلاعات په بنياد په هېواد كښې هره ورځ د 190 څخه زياتې كاروائي كيږي۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم د قبائېلي چارو خاص مرستيال مبارك زيب د اعتراض په نكته ووئيل زه تر ټولو زيات متاثر يم ځكه چې زما ورور ريحان زيب د ترهه ګرۍ ښكار شوے ٬د آپريشن او ناامنۍ تر ټولو زيات عام تن ځپلے كيږي٬د دې مسئلې حل آپرېشن نه دے۔د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ووئيل د باجوړ په معامله په ايوان كښې خبره شوې٬هلته كوم نوے بل آپرېشن نه كيږي٬هلته د قامي ايكشن پلان له مخې د صوبائي حكومت او ځايې مشرانو په مشاورت سره كاروائي كيږي۔ده ووئيل په ټول هېواد كښې د اطلاعات په بنياد هره ورځ 190 آپرېشن كيږي٬باجوړ كښې د افغاني او خوارجو د موجودګۍ په اطلاعات د صوبائي حكومت او سيمه ايزو خلقو په مشاورت سره كاروائي كيږي۔










