د جمهوريت او سياست حسن په خبرو اترو كښې دے، په دې لړ كښې دې د ايوان كمېټي جوړه كړې شي۔ اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د جمهوريت او سياست حسن په خبرو اترو كښې دے، په دې لړ كښې دې د ايوان كمېټي جوړه كړې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض د نكتې په ځواب سپيكر ووئيل د تحريك استحقاق په حواله په رسمي توګه قواعد موجود دي٬ پرون په هند كښې …

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د جمهوريت او سياست حسن په خبرو اترو كښې دے، په دې لړ كښې دې د ايوان كمېټي جوړه كړې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض د نكتې په ځواب سپيكر ووئيل د تحريك استحقاق په حواله په رسمي توګه قواعد موجود دي٬ پرون په هند كښې راهول ګاندھي نيولے شوے خو د ھغه پروډکشن آرډر نه دي جاري شوے٬ د رولز له مخې د ملاقاتونو په نه كېدو استحقاق نه مجروح كېږي٬ د يو غړې د پارلماني ذمه وارو نه په منع كولو استحقاق مجروح كېږي٬ حکومت او اپوزيشن دې خبرې وكړي٬ زه سهولت وركولو له چمتو يم، مونږ وړاندې هم سهولت وركړے ؤ ۔ سپيکر ووئيل دا ايوان زمونږ لويه جرګه ده٬ دلته خبرې وكړې ٬ سېنيت او قامي اسمبلي زمونږ لويه جرګه ده ۔ د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئيل نن د نجي كاروائۍ ورځ ده٬ اپوزيشن دې په بائيکاټ نظر ثاني وكړي٬ اپوزيشن دې مونږ سره كېښني٬ د سياست ښكلا په خبرو اترو كښې ده٬ بايد په دې كمېټې جوره كړې شي او خبرې دې وكړې شي۔ سپيکر ووئيل د قانون وزير٬ داخله وزير٬ نويد قمر او د اپوزيشن څخه دې دوه غړي كېښني او پرېكړه دې وكړي۔ د پيپلز پارټۍ غړي عبد القادر پټېل ووئيل كمېټي چې كېښني نو دا غور دې هم وكړي چې مونږ د آصف زرداري پروډکشن آرډر جاري كولو لپاره ټوله شپه د پخواني سپيکر اسد قېصر د دفتر نه بهر موجود ٶ٬ دا د شپې په درې بجې په ورسوتو جوړه دروازه وتخښتېدو٬ دې دې د خپل دور په پورته كړو اقداماتو بخښنه وغواړي او د اعتراض په نكته دې خبره وكړي۔

مزید خبریں