اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي د مدني جومات او مدرسې منتقلي د مهتمم په مشاورت او نګرانۍ كښې شوې٬دوي لپاره د څلور كروړه روپو په لګښت جديد عمارت جوړ كړے شوے د كوم دا مهال ماليت چې تر 15 كروړه روپو دے٬جمعيت علماﺀ اسلام په دې لړ كښې بشپړ كردار ادا كړے كوم چې د ستائنې وړ دے٬د 50 څخه …
د مدني جومات او مدرسې منتقلي د مهتمم په مشاورت او نګرانۍ كښې شوې٬دوي لپاره د څلور كروړه روپو په لګښت جديد عمارت جوړ كړے شوے ۔د كورنيو چارو وزير مملكت قامي اسمبلۍ كښې ځواب

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي د مدني جومات او مدرسې منتقلي د مهتمم په مشاورت او نګرانۍ كښې شوې٬دوي لپاره د څلور كروړه روپو په لګښت جديد عمارت جوړ كړے شوے د كوم دا مهال ماليت چې تر 15 كروړه روپو دے٬جمعيت علماﺀ اسلام په دې لړ كښې بشپړ كردار ادا كړے كوم چې د ستائنې وړ دے٬د 50 څخه زياتو جوماتونو په ضد د آپرېشن خبرې رښتيا نه دي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جمعيت علما اسلام سينئر غړي غبدالغفور حېدري د اعتراض په نكته د مدني جومات نړولو په حقله ووئېل د كورنيو چارو وزير مملكت مننه كوو چې هغه د مسئلې حل كولو لپاره دوه ځله زمونږ سره مهم ملاقات كړے ۔اړوند وزير ته د اسلام آباد انتظاميې لخوا غلط بريفنګ وركړے شو ؤ ۔ د مدرسې په منتقل كولو متعلقه مولا په دې خبره رضا مند نه ؤ چې جومات ونړولې شي۔جومات چې يو ځل جوړ شي هغه تر قيامت وي٬ ده ووئېبل اسلامي رياست كښې داسې نه دي پكار۔اړوند وزير په شماورت د مسئلې حل لپاره د 48 ساعته وخت غوښتے دے۔دا مهال دا مسئله مونږ حل كولې و ٬په دې كښې وخت اغستل د لال مسجد غوندې معامله رامخې ته كولې شي ۔د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري د دې په ځواب كښې ووئېل د مولانا مننه كوو چې هغه په دې معامله د جيد علماﺀ كردار ادا كړو ٬په مري روډ مدرسه او جومات جوړ كړے شوے ؤ ٬دا خبره د حقيقت په ضد ده چې شپه په شپه آپرېشن وكړے شو۔ده ووئيل سږ كال د جنورۍ څخه د مدرسې مهتمم سره زمونږ رابطه وه ٬ د هغه د خوښې په ځاے د 4 كروړه روپو په لګښت د جديد سكولز په طرز د مدرسې وداني جوړه كړې شوې كومه چې په جولائي كښې بشپړه شوې ٬هغوي د خپل ضروريات ټول څيزونه د ځان سره اوړې دي ۔د هغه په نګرانۍ كښې د مدرسې او جومات انهدام شوے۔زمونږ لپاره دواړه مقدم دي۔د جومات او مدرسې تقدس تر پامه ساتلے شوے۔ده ووئيل جے يو آئي په دې مسئله مثبت كردار ادا كړے۔










