اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي ځوانانو له جدید علوم او ډیجیټل پوهه وركول د وخت حاجت دے،د ځوانانو صلاحیتونه ځلولو سره د روښانه سباؤن بنیاد اېښودلې كېدے شي ۔د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ د اړخه جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پیغام كښې كړې۔ د …
ځوانانو له جدید علوم او ډیجیټل پوهه وركول د وخت حاجت دے۔سردار ایاز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي ځوانانو له جدید علوم او ډیجیټل پوهه وركول د وخت حاجت دے،د ځوانانو صلاحیتونه ځلولو سره د روښانه سباؤن بنیاد اېښودلې كېدے شي ۔د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ د اړخه جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پیغام كښې كړې۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر ووئيل په ټوله نړۍ كښې په خاص توګه د پاکستان ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كوم، ځوانان د قام سباؤن دے،د پاکستان د آبادۍ 60 فیصده څخه زياته برخه په ځوانانو مشتمل ده ،ځوانانو له سائنسي علوم او جدید ټیکنالوجي وركولو سره هېواد د پرمختګ پلو روانيدے شي، ده ووئېل لويې څښتن د پاکستان ځوانانو له په زړه پورې صلاحیتونه وركړې، د پاکستان ځوانانو په ټولو څانګو كښې د هېواد او قام نامه روښانه كړې، ځوانان د چیلنجونو مخنيوي بشپړ صلاحیت لري۔سپيكر سردار ایاز صادق ووئيل آپرېشن بنیان مرصوص كښې ځوانانو بے مثاله قامي یووالې څرګند كړے ،ځوانانو له جدید علوم او ډیجیټل پوهه وركول د وخت حاجت دے،دغسې كوټلې پرمختګ لپاره ځوانانو له ډیجیټل ټیکنالوجی كښې بايد موقعې وركړې شي۔










