اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او افغانستان په پوله ايزه سيمه سمبازا كښې د خوراجو په ضد په كامياب اپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وراندې كولو سره د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې د جنګ جاري ساتلو لپاره د عزم څرګندونه وكړه٬ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم څو ورځې وړاندې په ذكر شوې …
وزيراعظم شهباز شريف سمبازا كښې د خوارجو په ضد په كامياب اپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او افغانستان په پوله ايزه سيمه سمبازا كښې د خوراجو په ضد په كامياب اپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وراندې كولو سره د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې د جنګ جاري ساتلو لپاره د عزم څرګندونه وكړه٬ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم څو ورځې وړاندې په ذكر شوې سيمه كښې 47 خوارج وژلو نه وروستو بېګا د شپې درې بجې د هند په سرپرستۍ كښې د هڅو كوٶنكو نورو خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او ځوانانو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ لعنت د هېواد نه تر بشپړې خاتمې به ضد جنګ روان وي۔ ده ووئيل پاك پوځ شپه او ورځ د خوږ هېواد د ترهګرو نه پاكولو لپاره مصروف دے٬ په دې زما پشمول ټول قام دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوي، ده ووئېل هېواد څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمې لپاره غير متزلزل عزم سره ټول قام د پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔










