صدر آصف علي زرداري سره د مراکش سفير محمد کارمون وليدل

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره په پاکستان كښې د مراکش سفير محمد کارمون په ايوان صدر كښې ليدلي دي ٬ دوي د دواړو هېوادونو ترمېنجه د ورورولۍ اړيكو د قوي كولو په ضرورت زور راوړے دے ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مكې د ملاقات په مهال صدر مملکت آصف علي زرداري د …

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره په پاکستان كښې د مراکش سفير محمد کارمون په ايوان صدر كښې ليدلي دي ٬ دوي د دواړو هېوادونو ترمېنجه د ورورولۍ اړيكو د قوي كولو په ضرورت زور راوړے دے ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مكې د ملاقات په مهال صدر مملکت آصف علي زرداري د دواړو هېوادونو ترمېنجه د ورورولۍ اړيكو قوي كولو په ضرورت زور راوړو ۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل پاکستان او د مراکش اړيكې په مشتركه عقيده، اقدارو او په شريك احترام اډانه دي۔ صدر مملکت مراکش سره په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو له عزم څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان مراکش سره معاشي اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه كولو بلها موقعې موجود دي۔ صدرِ مملکت د كال 2022 په سېلاب كښې د پاکستان په مرسته كولو د مراكش مننه وكړه۔ صدرِ مملکت په دې موقع شاه محمد ششم صحت لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں