اسلام آباد۔ 12 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په ژوب ضلع سمبازه سيمه كښې د هند ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ټه پېرزوئنې وړاندې كړي دي۔ ده ووئېل د پاكستان د امن ٬ استحكام او د ترقۍ دښمنان به كله كامياب نشي۔ د اېوان صدر پرېس ونګ لخوا د نهې په ورځ جاري بيان تر مخه صدر مملكت آصف علي زرداري ووئېل په …
د صدر آصف علي زرداري په ژوب كښې د هند ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 12 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په ژوب ضلع سمبازه سيمه كښې د هند ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ټه پېرزوئنې وړاندې كړي دي۔ ده ووئېل د پاكستان د امن ٬ استحكام او د ترقۍ دښمنان به كله كامياب نشي۔ د اېوان صدر پرېس ونګ لخوا د نهې په ورځ جاري بيان تر مخه صدر مملكت آصف علي زرداري ووئېل په تېرو څلورو ورځو كښې د د هند ملاتړ لرونكو 50 ترهه ګرو وژنه د امنيتي ځواكونو د پېشه وره پوهې ٬ مړانې او عزم ښكاره ثبوت دے۔ صدر آصف علي زرداري ووئېل قام د ترهه ګرۍ خلاف د خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے ۔ صدر ووئېل د پاكستان د امن ٬ استحكام او د ترقۍ دښمنان به كله كامياب نشي ٬ د ترهه ګرۍ مكمل خاتمې پورې به دا جنګ په بشپر قوت سره روان وي۔










