اسلام آباد۔ 11 اګست (اےپي پي) قامي اسمبلۍ د 1500 م عيد ميلاد النبي ۖ په زړه پورې ډول نمانځلو او د قائداعظم محمد علي جناح په 11 اګست 1947 د اقليتونو په اړه د قانون سازې اسمبلۍ ته وېنا د نساب برخه ګرځولو لپاره دوه جلا جلا قراردادونه منظور كړل۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اقليتونو ورځ په مناسبت سره نويد عامر جيوا په پرائيوټ ممبر قرارداد …
د قامي اسمبلۍ غونډه٬ د عيد ميلاد النبي ۖ نمانځلو پشمول دوه قراردادونه منظور كړے شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 11 اګست (اےپي پي) قامي اسمبلۍ د 1500 م عيد ميلاد النبي ۖ په زړه پورې ډول نمانځلو او د قائداعظم محمد علي جناح په 11 اګست 1947 د اقليتونو په اړه د قانون سازې اسمبلۍ ته وېنا د نساب برخه ګرځولو لپاره دوه جلا جلا قراردادونه منظور كړل۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اقليتونو ورځ په مناسبت سره نويد عامر جيوا په پرائيوټ ممبر قرارداد وړاندې كولو لپاره د رولز معطل كولو تحريك وړاندې كړو د كوم د منظورۍ نه پس چې هغه قرارداد وړاندې كړو چې پكښې وئېلې شوي دي په 11 اګست 1947 د قائداعظم د قانون سازې اسمبلۍ وېنا دې د نساب برخه وګرځولې شي جې پكښې وئېلې شوي چې تاسو ټول آزاد يې٬ تاسو خپلو عبادت خانو ته په تللو كښې خپلواكه يې ٬ ستاسو تعلق كه د كوم هم مذهب٬ ذات يا عقېدې سره وي رياست به د دغې سره هيڅ سروكار نه لري۔ مذهب د هر فرد زاتي فعل دے٬ د رياست لپاره هر وګړے يو برابر دے۔ دغسې ډپټي سپيكر قرارداد غونډې ته وړاندې كړو د كوم چې منظوري وركړې شوه۔ پير فضل شاه جيلاني قرارداد وړاندې كړو چې د 1500 م عيد ميلاد النبي ۖ د تاريخي اهميت تر مخه نظريه قرارداد وړاندې كوم چې وفاقي او صوبائي حكومتونه دې په اعلې كچ قامي پروګرام ٬ د ميلاد محافل تابيا وګړي او په سركاري او نيم سركاري ودانيو دې چراغونه بل كړي او دا ورځ په عقيدت د ښكلا سره ونمانځي۔ ټولې ادارې دې په دې كښې په زړه پورې ګدون سره د حضرت محمد ۖ تعليمات تر مخه د امن ٬ روادارۍ ٬ او اخوت له وده وركړي۔ دا اېوان د نبي كريم ۖ په سنت وسيرت د عمل كولو اظهار كوي ٬ ټول قام ته غږ دے چې دا بركتي موقع په ډېر احترام او عقيدت سره ونمانځي۔ دغسې ډپټي سپيكر قرارداد غونډې ته وړاندې كړو د كوم چې غونډې منظوري وركړه۔










