لاهور۔11اګست (اے پی پی)د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ تر سېوري لاندې د "78مې آزادۍ ورځ او تلپاتي پرمختګ لپاره كاميابۍ ٬ چېلنجز او موقعو په " سرخط يو سيمينار وشو۔ په سيمينار كښې وېنا كوونكو قامي پرمختګ او سوكالۍ لپاره د يووالې ضروري ګرځولو سره ووئيل د پاكستان اولس د ژوند په هره برخه كښې د ځانګړي مقام ترلاسه كولو صلاحيت لري۔ سيمينار ته خپل خطاب كښې سینئر خبريال او كالم …
د پي آئي ډي تر سېوري لاندې سيمينار ، د وېنا كوونكو تلپاتي پرمختګ او سوكالۍ لپاره د يووالي په حاجت زور

مزید خبریں
لاهور۔11اګست (اے پی پی)د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ تر سېوري لاندې د “78مې آزادۍ ورځ او تلپاتي پرمختګ لپاره كاميابۍ ٬ چېلنجز او موقعو په ” سرخط يو سيمينار وشو۔ په سيمينار كښې وېنا كوونكو قامي پرمختګ او سوكالۍ لپاره د يووالې ضروري ګرځولو سره ووئيل د پاكستان اولس د ژوند په هره برخه كښې د ځانګړي مقام ترلاسه كولو صلاحيت لري۔ سيمينار ته خپل خطاب كښې سینئر خبريال او كالم نګار مجیب الرحمن شامي ووئيل د پاكستان جوړېدل يوه تاريخي كاميابي وه او له آزادۍ وروستو هېواد د صنعتی پرمختګ ٬ قامي ډھانچې تشكيلولو او د اتومي قوت جوړېدو په څير مهم پړاؤنه ترسره كړل۔ سینئر خبريال ارشاد احمد عارف ووئيل پاکستان يو شمېر مثبت اړخونه لري كوم به چې په ډاګه كول وي۔ مشر خبريال سلمان غني ووئيل په پالېسۍ كښې تسلسل تلپاتي پرمختګ لپاره ضروري دے او د اهل مشرتابه ټاكنه د هېواد نيمې مسئلې حل كولې شي۔ مشر خبريال نصر اے ملك ووئيل يوې مضبوطې ټولنې لپاره د بشري وسائلو پرمختګ بنيادي اهميت لري او زده كړو او هنر سازۍ ته پام ګرځول د وخت تر ټولو مهم ضرورت دے۔ د زده كړو كارپوهې ډاكټر عرشه ووئيل پاکستان د سياسي بې ثباتۍ ٬ بې وزلۍ او د داخلي خطرو باوجود د پرمختګ بشپړ صلاحيت لري۔ ډاکټر عائشه جامې ووئيل تر كال 2030 به د بګ ډېټا، مصنوعي ذهانت، سائبر سکیورټي او نورې عصري ټېكنالوجۍ سره اړوندې 20 څانګې پاتې شي له دې كبله ځوانان به په دې مهارتونو سنګارول وي۔ دې د هندي جارحيت خله ماتې ځواب او د دوست هېوادونو لخوا ملاتړ د پاكستان ستراتيجيكي كاميابي وګرځوله۔ دستورې ته د پي آئي ډي لاهور ډائرېکټر جنرل شفقات عباس ووئيل پاكستان په تېرو 78 كلونو كښې په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كړې دي بياهم د بې وزلۍ ٬ موسمياتي بدلون او د ګورنر خلا په څير چېلجونو قابو موندلو له اتحاد ٬ وژن او تسلسل ضروري دے










