اسلام آباد۔ 11 اګست (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير جنېد انور چوهدري وئېلي دي د اوبو لاندې كلتوري اثاثې د قامي پېژندګلۍ مهمه برخه ده٬ د اوبو لاندې ورثې به ډيجيټل مېپنګ پېل كولې شي۔ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئېل د يونيسكو استازې ډاكټر كرسټينا سره ملاقات كښې د پاكستان د اوبو لاندې د زړو آثارو تحفظ لپاره د جامع تګلارې جوړولو منصوبه رامخې ته كړې …
د اوبو لاندې كلتوري اثاثې د پاكستان د قامي پېژندګلې يوه مهمه برخه ده ٬ د ېحري چارو وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 11 اګست (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير جنېد انور چوهدري وئېلي دي د اوبو لاندې كلتوري اثاثې د قامي پېژندګلۍ مهمه برخه ده٬ د اوبو لاندې ورثې به ډيجيټل مېپنګ پېل كولې شي۔ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئېل د يونيسكو استازې ډاكټر كرسټينا سره ملاقات كښې د پاكستان د اوبو لاندې د زړو آثارو تحفظ لپاره د جامع تګلارې جوړولو منصوبه رامخې ته كړې شوې ٬ پاكستان به د 2001 د يونيسكو كنونشن توثيق كونكے وړومبے د سوئېلې اسيا هېواد وي۔ خپل بيان كښې ده ووئېل د يونيسكو په همكارۍ به د بحري كلتوري ورثې تحفظ باوري كولې شي ٬ د اوبو لاندې كلتور تحفظ د ماحولياتي بدلون خلاف د نړيوالو هلو ځلو برخه ده۔ د پاكستان تاريخي ورثه به نړۍ ته ورمخې ته كوو٬ ده ووئېل د كراچۍ د 70 كلنه زړو ودانيو د نړيوال كلتور ورثه ګرځولو هم تجويز لرو۔ ده ووئېل پاكستان كښې به د نړيوال معيار ميري ټائم ميوزيم جوړولې شي ٬ د زړو آثارو لټولو په مهال به د سمندري ماحولياتي نظام حفاظت كولې شي۔










