اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) پاکستان غزه كښې د اسرائیلي قابضو عسكرو د اوسني فضائی بريد سخته غندنه كړې ده د كومې په نتيجه كښې چې ګڼ شمير وګړي شهيدان شوي دي ۔د خارجه دفتر وياند د اړخه د ګل په ورځ جاري پرېس ریلیز كښې پاکستان د ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره په دې سخت وخت كښې د فلسطینیانو سره د خپل غیر متزلزل …
پاکستان غزه كښې د قابضو اسرائیلی عسكرو د اوسني بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) پاکستان غزه كښې د اسرائیلي قابضو عسكرو د اوسني فضائی بريد سخته غندنه كړې ده د كومې په نتيجه كښې چې ګڼ شمير وګړي شهيدان شوي دي ۔د خارجه دفتر وياند د اړخه د ګل په ورځ جاري پرېس ریلیز كښې پاکستان د ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره په دې سخت وخت كښې د فلسطینیانو سره د خپل غیر متزلزل یووالي پخلے كړے ۔خارجه دفتر ووئيل د اسرائیل قابضو عسكرو دا ناوړه بريد د بشري حقونو او نړيوال قوانین خلاف ورزی ده۔وياند ووئيل حکومت د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې د اسرائیل استثنیٰ ختمولو له دې سمدستي او د پريكړې وړ اقدام کولو سره د وګړو تحفظ باوري كړي او اسرائیل دې د دې اقداماتو ځواب وركونكے وګرځولے شي۔ پاکستان د فلسطین مسئلې لپاره د خپلې مرستې پخلے كوي او د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې يو منصفانه، پائیدار او امناكه حل باندې زور راوړي۔د ملګرو ملتونو قراردادونو كښې د فلسطین اولس حقونو او وقار په ځائې ساتلو سره د يو آزاد، خودمختار، د عمل وړ او متصل فلسطینی ریاست جوړول شامل دي كوم چې د 1967 څخه په وړاندې پولو اډانه وي او د كوم پايه تخت چې القدس الشریف وي۔










